په گرجستان کي ملي ماتم اعلان سو
۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعهد پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۶) د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي پر يوې پوځي اډې باندي د يوې لارۍ موټر په واسطه چي له چاودېدونکو موادو ډک وو ځانمرگی بريد سوی او نزدې ۱۶ تنو گرجي سرتيرو ته ئې مرگ ژوبله اړولې ده.
راپورونه وايي چي پر دغي پوځي اډې باندي لومړی وسله وال يرغل سوی دی او وروسته لاری موټر ته چاودنه ورکړل سوې ده.
په تبليسي کي د گرجستان د دفاع وزارت ويلي دي، چي په پيښه کي ۹ تنه ټپي سوي سرتيري په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو په يوه روغتون کي تر درملني لاندي دي او روغتيايي حالت ئې ډاډمن دئ.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيسې. خو په هلمند ولايت کي د ډيرو دغه شان بريدونو پړه اکثره وخت وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.
د گرجستان د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبر پاڼي کي راغلي دي چي د دغه هيواد د دفاع وزير ايراکلي الاسانيا، د پنجشنبې په ورځ ناوخته په بروکسل کي خپل سفر پر نيمه پريښود او له هغه ځايه افغانستان ته ولاړ.
د دفاع وزرات زياته کړې ده چي الاسانيا غواړي چي د پيښي د سيمي حالت په خپله له نژدې وگوري او له خپلو افغان ملگرو سره چي د پيښي په اړه «سخت غمجن» سوی دي خبري کړي دي.
د گرجستان د دفاع وزرات مطبوعاتي دفتر ويلي دي، چي «د دفاع وزير به د وژلو سوو کسانو تابوتونه تر خپل هيواده پوري بدرگه کړي.»
په خبر پاڼه کي دغه راز راغلي دي چي د وژل سوو سرتيرو په خاطر د جون مياشتي ۷ نېټه په گرجستان رسمي ماتم اعلان سوی دئ.
د روان کال د می مياشتي پر ۱۳ نېټه هم په يوه ورته بريد کي د پخواني شوروي اتحاد د دغه جمهوريت ۳ تنه سرتيري په هلمند ولايت کي ووژل سول.
گرجستان له ۲۰۰۹ عیسوي کال راهيسي د ناټو د پوځي عملياتو په چوکاټ کي افغانستان ته ۱۶۰۰ تنه سرتيري لېږلي دي. په دغه موده کي د دغه هيواد ۲۹ تنه سرتيري وژل سوي دي او نزدې ۱۳۰ تنه ټپيان سوي دي.
د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني ځواکونه ووزي او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري به افغانانو ته وسپارل سي.