1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په نړۍ کې د موبایل تر ټولو کم سرعته انترنت لري

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

په سويلي آسيا کې د موبایل يا گرځنده تلیفون انترنت د تيزوالي له درکه مالديف او سريلنکا لومړي مقامونه خپل کړي. افغانستان بيا په دې نړيواله درجه بندۍ کې تر ټولو وروستی مقام لري.

https://p.dw.com/p/3SbQ0
Handy-Nutzung in Afghanistan
انځور: AP

د گرځنده او مزي لرونکي انترنت د سرعت په اړه د «اوکلا» شرکت يو نړيوال انديکس چمتو کړی دی.  د «سپيد تيست» په نوم هغه انترنت پاڼه چې په ټوله نړۍ کې د انترنت د سرعت د پلټلو له پاره استعماليږي، هم د همدې شرکت ده.

په موبايل يا گرځنده تليفونو کې د انترنت د سرعت د معلومولو په دې نړيوال نوملړ کې ۱۴۰ هېوادونو پلټل شوي ول، په داسې حال کې چې د مزي لرونکي انترنت د سرعت له لحاظه ۱۷۵ هېوادونه درجه بندي شوي دي.

د دې تازه انديکس په حواله په ټوله نړۍ کې د موبايل انترنت اوسط «ډاون لوډ» يا راکښته کولو سرعت ۲۹،۵۰ میګا بټس او «اپ لوډ» يا پورته کولو سرعت په ثانيه ۱۱،۳۴ ميگا بټس ثبت شوی دی.د سپيډ ټيسټ نړيوال انديکس په حواله په نړۍ کې د گرځنده تليفونو تر ټولو ډیر سرعت لرونکی انترنت جنوبي کوريا لري، چېرې چې په روانه ربع کې د انترنت اوسط سرعت په ثانيه ۹۵،۱۱ ميگا بټس وو.

په جنوبي آسيا کې د موبايل انترنت

په نړيواله درجه بندۍ کې افغانستان تر ټولو وروستی مقام لري. په افغانستان کې د موبايل انترنت اوسط سرعت په ثانيه کې ۶،۵۵ ميگا بټس دی.

په جنوبي آسيايي هېوادونو کې بیا مالديف په ثانيه کې د ۲۴،۱۴ میگا بټس سرعت په لرلو سره لومړی ځای لري او په نړيواله کچه ۷۱ يم مقام لري. په نړيوال انديکس کې ۸۱ مقام سري لنکا لري چېرته د موبایل انترنت اوسط سرعت په ثانيه کې ۲۲،۵۳ میگا بتس دی.

په جنوبي آسيا کې تر سريلنکا وروسته پاکستان په ثانيه کې د ۱۴،۳۸ ميگا بټس ډاون لوډ سرعت سره دريم مقام خپل کړی او په دې توگه په نړيواله کچه د ۱۴۰ هېوادونو په دې درجه بندۍ کې  ۱۱۲ مقام لري.

هند په نړيواله درجه بندي کې ۱۲۸ مقام خپل کړی او د جنوبي آسيا په هېوادونو کې پنځم مقام لري. په هند کې د موبايل انترنت اوسط ډاون لوډ سرعت ۱۱،۱۸ ميگا بټس او اپ لوډ یې یوازې ۴،۳۸ ميگا بټس دی.

شمشير حيدر

زموږ له آرشيف څخه: