1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په نړیواله کچه لسم مقام خپل کړ

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه

د افغانستان د کرکیټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اګست ۲۴مه نیټه) له سریلانکا څخه په ماتې خوړلو سره د کرکیټ د نولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په سیالیو کې لسم مقام وگاټه.

https://p.dw.com/p/15vzs
انځور: DW

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبدلې د ۲۰۱۲ د (Plate Championship) پایلوبه له سریلانکا سره وکړه چې پکښې ئې ماته وخوړه.

د لوبې پچه د افغانستان لوبډلې کپتان جاوید احمدي وګټله او پخپله ئې د توپ وهلو (بیتینګ) پریکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته ئې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محب الله پاک ۴۴، حشمت الله شاهدي ۲۷، جاوید احمدي ۲۳ او شبیر نوري ۲۰ جوړې کړې. که څه هم افغانستان ښکلی بیتینګ پیل کړ خو د سیالې لوبډلې سلو (سپین) بالرانو بیا په پرله پسې ډول افغان لوبغاړي وسوځول او په دې ترتیب سره ئې د افغانستان د لوبډلې د ډیرو منډو مخه ونیوله.

کله چې د سریلانکا د نولس کلنو لوبدلې توپ وهل (بیتینګ) پیل کړ نو په پوره ۳۹ اورونو کې ئې د خپلو دریو لوبغاړو له سوځیدو سره د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف پوره کړ او په اوو ویکټو ئې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې د نولس کلنو نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې له پاکستان او نیوزیلند څخه ماتې وخوړه خو په خپل ګروپ کې ئې بیا سکاتلند ته ماتې ورکړه او تر هغې وروسته ئې بیا د (Plate Championship) د گټلو له پاره «ان جي» او یو ځل بیا سکاتلند ته ماتې ورکړه خو یوازې له سریلانکا څخه ئې ماتې وخوړه.

افغانستان اوس په ټوله نړۍ کې د نولس کلنو د کرکیټ د لوبډلو په قطار کې لسم مقام لري. ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به د شنبې په ورځ بیرته افغانستان ته ستنه شي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو نړیوال جام سیالۍ د اګست میاشتې په ۱۱مه نیټه، په استرالیا کې پیل شوي دي او د اګست میاشتې په ۲۴ مه نیټه، پای ته رسیږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هیوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش