«د افغان وارداتي توکو د کېفيت کنترول ته نوي ګامونه اوچتيږي»
۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سهشنبهد افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي اداره وايي، چې سټنډرډ یا معیار جوړونه د خلکو له روغتیا، خوندېتوب او هوساینې سره مستقیم تړاؤ لري، خو په دې برخه کې لاهم ستونزې شته.
افغانستان ته د بی کیفیته توکو واردات هغه ستونزه ده چې تراوسه نه ده حل شوې، دغه بې کیفیتي له غذا او درملو ونیسه بیا په ټولو توکو کې محسوس ده.
یواځې د درملو په برخه کې د یوې شمېرې پر بنسټ، ۷۰ سلنه درمل افغانستان ته په غیرقانونې لارو راوړل کیږي، چې د نورو ستونزو سربیره ددغو درملو کیفیت ترټولو ستره اندېښنه ده.
نوې تګلارې
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې رییس ذبیح الله زیارمل نن سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۳مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، ډېر ژر به وارداتي محصولاتو او کورنیو تولېداتو ته د کیفي تصدیق پاڼو ورکولو لړۍ پيل کړي.
په دې برخه کې نوموړي د ځینو پلانونو خبره هم وکړه: «د کیفیت او ملي سټنډرډ مارکې ترویج او د کیفیت د ستوریزې رده بندۍ سیستم رامنځته کول، په ملي محور کې ددغې ادارې له عمده اقداماتو څخه دي.»
د سټنډرډ ملي ادارې رییس وویل، د سیمه ییزو سټنډرډونو پیاوړتیا په برخه کې، د سیمې له یو شمېر هېوادونو، له هغې ډلې ازبیکستان سره خبرې پیل شوي دي.
دی وايي، افغانستان هڅه کوي چې ډېر ژر له نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو پیاوړتیا لکه د مټرولوژۍ نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.
خو منتقدین وايي، د نورم او سټنډرډ اداره تراوسه نه ده توانېدلې چې لږ تر لږ په کور دننه د تولیدي توکو کیفیت کنترول کړي.
د افغانستان د صنایعو او پانګونې شورا پخواني اجراییوي مشر شبیر بشیري دویچه ویله ته وویل، لاهم د افغانستان بازارونه د بې کیفیته وارداتي توکو څخه ډک دي: «حتي په بازارونو کې هغه بې کیفیته توکي هم ښه پریمانه پلورل کیږي چې د انسان صحت ته زیان رسوي او مضر دي، له دې مالومیږي چې ددې ادارې کارونه محسوس نه دي.»
د اقتصادي چارو دغه شنونکي وویل دا به سخته وي چې په افغانستان کې د توکو نړېوال سټنډرډونه یا معیارونه تطبیق کړای شي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت په خورا ټیټ حالات کې دی.
د ده په خبره کې که چېرې په افغانستان کې د توکو نړېوال معیارونه په پام کې ونېول شي، نو بیې ورسره لوړیږي.
بشیري د اوسمهال لپاره په افغانستان د سیمي هېوادونو د توکو معیار تطبیقول د حل لار بولي، چې په دې سره به لږ تر لږه د تولیدي او وارداتي محصولاتو کیفیت د سیمي له هېوادونو سره برابر شي.
اسماعیل شاکر – کابل