افغانستان: د ماشومانوخطرناک حالت
۱۳۸۶ آبان ۲۵, جمعهپربهرنيوائتلافي پوځي ځواکونوباندې په ځانمرگي يرغلونواوبمب چاودنوکې، بيااوبياگڼ شمېر ماشومان ياوژل کيږي اوياهم سخت ژوبليږي. د يونيسف په دغه راپورکې د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې او د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې ترمېنځ د گڼ شمېرگوزارونويادونه شوې ده.
د بېلگې په توگه د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه، د اروزگان د ولايت د ترين کوټ په ولسوالۍ کې، يوه ښوونځي ته نږدې پر يوه پوځي کتارباندې د يوه ځانمرگي يرغل له کبله دوولس تنه ماشومان مړه شول.
سربېره پردې، د هغوماينونوله کبله، چې د لسگونو کلونو کورنيو جگړو په ترڅ کې ښخ شويدي، ماشومانوته ډېرلوی خطرمتوجه دی.
هره ورځ ٩٠٠ تنه ماشومان مړه کيږي
په افغانستان کې د روغتياپالنې حالت خراب دی. له لويوښارونوڅخه بهر اصلاً په نُدرت سره د خلکو روغتيايي پالنه کيږي ـ او پايله يې ډرامه ايزه ده: په افغانستان کې هره ورځ ٩٠٠ تنه ترپنځوکلونوواړه ماشومان مړه کيږي او ٦٠ تنه ښځې د حمل لرلوپه ترڅ يا د ماشوم زېږولوپه وخت کې د مېنځته راغلو ستونزوله کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.