افغانستان د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه ولمانځله
۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبهولسمشر حامد کرزي او د هغه د حکومت د کابینې غړو په نوموړي رسم ګذشت کې برخه واخیسته. افغانستان په ۱۹۱۹ میلادي کال کې له سترې بریتانیې څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د پلازمینې کابل سربیره د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست ۱۹مه) د هیواد په ډیرو برخو کې د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه ولمانځل شوه.
که څه هم په کابل کې د دغه ورځې د لمانځلو له پاره کوم ځانګړي تدابیر نه وو نیول شوي، خو د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر په ګډون یو شمیر دولتي چارواکو دغه ورځ د یوې مختصرې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په يو پیغام کې وویل، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې نړیوال ځواکونه وځي، دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ښکاره بیلګه ده.
افغانستان کابو وروسته له ۱۲ کلونو، د نړیوالو ځواکونو څخه دوه میاشتې مخکې په ټول هیواد کې امنیتي مسوولیت په خپل لاس کې واخیست. خو په دې هیواد کې د زور زیاتیو لړۍ لا پای ته نه ده رسیدلې.
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه سږ کال په داسې یوه وخت کې ولمانځل شوه چې افغانستان په ډیرو حساسو سیاسي حالاتو کې قرار لري او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو پروسه هم ادامه لري.
په افغانستان کې نن عمومي رخصتي اعلان شوې وه او یو شمیر افغانانو د خپلواکۍ د جشن محدود مراسم د تلویزونونو په پرده ولیدل.
له بریتانیې څخه د خپلواکۍ د اخیستلو ۹۴ کلیزه سږ کال پر داسې وخت کې لمانځل کیږي چې اوسمهال د افغانستان ټولې امنیتي چارې په یوازې سر د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر مخ بیول کیږي، لاکن سږ کال افغان حکومت هم د یو لړ ننګونو سره مخامخ شوی وو چې هغه په بهرنیو اړیکو کې له یو شمیر نزدې متحدینو سره د ستونزو رابرسیره کیدل وو.
له واشنګټن سره د کابل د امنیتي تړون پر سر روانې ناندرۍ د کارپوهانو له نظره سږ کال د هیواد حالات څه نا څه له لوړو او ژورو سره مخ کړي دي.
د نړیوالو چارو شنونکی محمد مبصر عرفاني، وایي چې ۹۴ کاله تر مخه امان الله خان په لومړي سر کې خپلو بهرنیو اړیکو ته ډیر پام واړوه، چې له بده مرغه اوسني واکداران لا تر اوسه هم هغسې کومه روښانه بهرني پالیسي نه لري. د هغه په وینا افغان مشرتابه باید د امان الله خان له تجربو څخه کار واخلي او یوه روښانه بهرنۍ تګلاره جوړه کړي.
خو په اوسنیو سیاسي حالاتو کې د خپلواکۍ لمانځل له سیاسي اړخه په حالاتو څه ډول اغیز لرلی شي او څرنګه کیدای شي چې افغانستان په ځان بسا او د یوه سوله ییز بهیر په لور سوق شي. په دې اړه د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو مرکز غړی عصمت الله غلجی وایي:
«دغه زموږ سیاسي رهبران چې د وطن واګي د دوی په لاس کې دي، دوی باید د استقلال او آزادي په اصلي ماهیت باندې پوه شي او وطن ته د امان الله خان او نورو وطن دوستانو په شان فعالیت وکړي او د استقلال او آزادۍ ثمره خلکو ته وروښيي. تر څو چې خلک د استقلال او آزادۍ په ثمره باندې پوه نه وي دوی استقلال ته خوشبيني نه لري. نو د دې کار له پاره هم سپین ږیري او هم ځوانان او په ځانګړې توګه ځوان نسل چې د افغانستان راتلونکي پر دوی پورې تړلې ده، باید د وطن دوستۍ او وطن پالنې په روحیه وروزل شي.»
سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه د هیواد په داخل کې په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه ولمانځل شوه.