افغانستان ته هم په اساس کي مهاجرين اخراجیدلای سي
۱۳۹۵ دی ۱۱, شنبهد زرغون گوند صدراعظم « وینفریدکریچما» په سټوټگارت کي الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي دي، چي «پر دغه خبره باندي ما او صدراعظي انگیلا میرکل دوه کاله دمخه موافقه کړې وه. خو موږ د جرمني د یوه ایالت په توگه طبعأ ددې انتظار لرو، چي مرکزي حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت همیشه په جدي او دقیق ډول وڅيړي.»
تر عیسوي کریسمس اختر دمخه افغانستان ته په ډله ایز ډول د رد سوو افغان مهاجرو اخراجیدلای په ټولنه کي تاوده بحثونه رامنځته کړي وه. ځکه چي د افغانستان په ځینو برخو کي د حکومتي قواوو او طالبانو تر منځ جنگونه روان دي. خو د جرمني حکومت ددغه هیواد ځیني برخي ډاډمني بولي او وايي چي هلته امنیت دی.
د جرمني د زرغون –تور اییتلاف نوموړی ایالت د اخراجیدو په دغه پروسه کي برخه اخیستې وه، په داسي حال کي چی بیا نورو ایالتونو، چي زرغون گوند پکښي اییتلافونه لري، په دغه اخراجیدو کي برخه نه وه اخیستې.
پر ورته موضوع انځوریز البوم(15.12.2016)