افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د درولو غوښتنه
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبهاعلان
د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر اوومه) په فرانکفورت کې ویلي دي چې په افغانستان کې «ګډوډ سیاسي وضعیت او همداشان په بشپړه توګه له کنتروله وتلي امنیتي وضعیت» ته په کتو سره د اغیزمنو کسانو ژوند او سلامتیا له خطر سره مخامخ ده.
یاد سازمان د رسنیو هغو رپوټونو ته اشاره کړې ده چې له مخې یې په پام کې ده د سه شنبې په ورځ یوه بله ډله رد شوي افغانان له آلمان څخه په یوه پرواز کې کابل ته واستول شوي. که چیرې دغه پرواز تر سره شي نو دا به د ۲۰۱۶م له دسمبر راهیسې ۲۸ پرواز وي چې پکښې په ډله ایزه توګه افغان پناه غوښتونکي خپل ټاټوبي ته اخراجیږي.
د پرو ازول په خبره ګواښونو، تاوتریخوالي او عمومي بې وزلۍ ته په کتو سره زیاتره مهال اغیزمن کسان خپل ژوند پرمخ نه شي بیولی.
زموږ له آرشیف څخه: