1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د امریکا مرستي باید سمي مصرف شي

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د کانکريس د بهرنيوچارو کميټې د څيړني ښيي چي که امريکا د افغانستان څخه خپل ټول عسکر و باسي کيدای سي د متحده ايالاتو د بهرنيو مرستو ګټي له منځه ولاړي سي.

https://p.dw.com/p/11WnZ
د امريکا کانگرس
د امريکا کانگرسانځور: picture-alliance/dpa

د کانګړيس په دغه څيړنيز راپور کي ليکل سوي چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي اوږد مهالي ګټي په پام کي ونيسي.

د کانګرس په دغه څيړنه کي چي د تيرو دوو کلونو په مودي کي تر سره سوې راغلي چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي د خپل 320 ميليونو مياشتني بوديجې څخه سم کار واخلي او دغه پيسي په افغانستان کي د دايمي سولي د راوستلو په موخه ولګوي.

د باراک اوباما ادارې په 2012 کال کي افغانستان کي د خپلو عملياتو د پر مخ بيولو له پاره د څه نا څه 3.12 ميلياردو ډالرو غوښتنه کړي.

د امريکا د سنا لخوا دا راپور په داسي حال کي خپريږي چي ولسمشر اوباما د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د راويستلو په اړه يوي پړيکړي ته ورسيږي.

د سې شنبې په ورځ د امريکا يو پياوړي سناتور،کارل ليفن، وويل چي بارک اوباما بايد د روان کال تر پايه پوري د افغانستان څخه خپل 15000 سرتيري راوباسي.

د امريکا د کانګريس لخوا په خپور سوي راپور کي راغلي چي افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو 80 سلنه بهرني مرستي د دغي هيواد په شرقي او جنوبي ولايتونو کي د لنډ مهالو پروژو د ترسره کولو په موخه تر سره کيږي.

د دغه راپور په حواله افغانستان کي د بهرنيو مرستو ناسمه مصرفول کيدای سي په دغه هيواد کي اداري فساد، په مارکيټ کي د عرضه تقاضا د خرابوالي او د ناامنيو د رامنځ ته کيدو عامل سي.

د خپور سوي راپور له مخه که بهرني ځواکونو په 2014 م کال کي د افغانستان څخه ووځي، کيدای سي افغانستان د ډير شمير ستونزو سره مخامخ سي. دغه سازمان وايي چي که افغان حکومت پوره اقدامات و نه کړي نو په راتلونکو کي به د لا ډيرو ستونز سره مخامخ وي.

په راپور کي همدا راز راغلي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي شرکتونو هم د امريکا د کانګريس د غړو د انديښي وړ ګرځيدلي.

د راپور په حواله که د امريکا متحده ايالات د نړيوالو شرکتونو سره خپل تخنيکي قراردادونه فسخ نه کړي کيدای سي دغه کار د افغان استعدادونو، د تر پښولاندي کولو په معني وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل