1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان بانک ولي د پاکستاني بانک جواز لغوه کړ؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

افغانستان بانک د حبيب بانک، په نوم پاکستاني بانک د کار جواز لغوه کړی دئ. افغانستان بانک وايي چي د جواز د لغو کېدو علت يې له بانکي قوانينو څخه سرغړونه او د افغانستان په اقتصادي وده کې رغنده رول نه لرل دی.

https://p.dw.com/p/3G0jr
Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان بانک وياند ايمل هاشور دويچه ويله ته وويل چي د حبيب بانک جواز يې ځکه لغوه يا فسخه اعلان کړی دی چي دغه بانک پر توصيو، اخطارونو او جريمو سربيره بيا هم د افغانستان بانکي قوانين نه مراعتول.

هاشور وويل چي پر دې ټولو سربيره د افغانستان بانک په وار وار له حبيب بانک څخه وغوښتل چي خپله پانگه په افغانيو بدله کړي، خو دوی د جواز تر لغوه کېدو پوري دغه کار و نه کړ.

هغه وايي چي حبيب بانک د افغانستان په اقتصادي وده کي خاص او رغنده رول نه درلود: «په تيرو دوو کلونو کي دوی د زرو افغانيو په اندازه هم پانگوالو ته پور نه دی ورکړی.» د دوی په خبره نو دغه دوه لاملونه وه چي د افغانستان بانک عالي شورا په وروستۍ غونډه کي پريکړه وکړه چي د حبيب بانک جواز فسخه کړي.

د افغانستان بانک وياند وايي چي هر هغه هيوادوال چي په حبيب بانک کې پيسې لري، کولای سي تر راتلونکو درو مياشتو پوري خپلي پيسې راوباسي.

هغه وايي چي حبيب بانک په دې مکلف سوی دی چي په درو مياشتو کي د خپلو مشتريانو حسابونه تصفيه کړي.

د پاکستان د حبيب بانک څانگي تر يوې نيمي لسيزي زيات وخت راهيسي په افغانستان کي فالعيت کاوه.

له پاکستانه خپرېدونکي ورځپاڼي ډيلي پاکستان د مارچ مياشتي پر ۲۹ ڼېته د حبيب بانک د وياند په حواله ليکلي دي چي بانک يې په افغانستان کي د مقرراتو د غوښتني له کبله خپل فعاليتونه بندوي.

ن.ز/س.ر

زموږ له ارشيف څخه: