ایران ته د ډالرو پر لیږد محدویت وضع شو
۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
د افغانستان په لویدیځ زون کې د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال شیراحمد ملداني، د تلیفون پر کرښه دویچه ویله ته وویل چې ایران ته ئې له افغانستان څخه په ناقانونه ډول د پېسو د لیږد د مخنیوي په موخه ځیني پلانونه نیولي دي. هغه زیاته کړه چې په دې ترڅ کې ئې په لسګونه زره یورو له یوه وگړي څخه نیولي دي او هغه ئې څارنوالۍ ته پیژندلی دئ: «یو تن چې غوښتل ئې ۱۴۰ زره یورو، له افغانستان څخه وباسي د اسلام قلعې د سرحدي پولیسو کمیسارۍ له لوري نیول شوی دئ.» د سرحدي پولیسو قوماندان وویل چې دوي اوس په سرحد کې په ناقانونه ډول د پېسو د لیږد د مخنیوي جدي هڅې پیل کړي دي.
ایران ته د پېسو پر لیږد د محدودیت وضع کیدل
افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو پر لیږد باندې ئې محدودیتونه وضع کړي دي. تر هغه وروسته چې ایراني ریالو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ اوس ډیری ایراني سوداگر د افغانستان له هرات ولایت څخه په ریالو ډالر رانیسي. د ایران د پیسو د ارزښت رالویدو، د افغانستان په هرات ولایت کې سوداگر زیامن کړي دي. اوس نو افغان چارواکي هغو کسانو ته چې ایران ته سفر کوي تر ۱۰۰۰ ډالرو د ډیرو نقدو پیسو د لیږدولو اجازه نه ورکوي.
د هرات ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال شیر احمد ملداني، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د ریال د ارزښت تر رالویدو وروسته سرحدي امنیت لا پسې ټینگ کړی دئ. ډیری کسان داسې شکایتونه کوي چې د ایران پیسې دلته راوړل کیږي او پر ځای ئې ډالر ایستل کیږي.»
هغه زیاته کړه: «د هغو شکایتونو پر اساس چې له افغانستان څخه افغانۍ او بهرني اسعار ایستل کیږي، افغان حکومت د ۱۰۰۰ ډالرو محدودیت وضع کړی دئ.»
پر ایران باندې د دې هیواد د شخړه ییز اتومي پروگرام له کبله د نړیوالې ټولنې له خوا سخت اقتصادي بندیزونه لگول شوي دي چې له کبله ئې د دې هیواد د پیسو ارزښت ډیر رالویدلی دئ.
مسعود جهش (دویچه ویله، رویترز)
کتونکی: سید ریاض