افغانستان او پاکستان د سولې په اړه «تندي» خبرې کړي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهد افغانستان شخړې ته د پاې د ټکي د ایښودلو له پاره د پاکستان هڅو ته په مهمه سترگه کتل کیږي او داسې باور شته چې پاکستان پر افغاني ډلو نفوذ لري.
په اسلام آباد کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني چارواکو تر منځ تر لیدنې کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، خبریالانو ته ويلي چې خبرې تندې وې. خو ځیني وخت د دې اړتیا وي چې داسې خبرې تر سره شي.
پاکستان ته د کرزي د سفر مخکې افغان چارواکو ويلي ول چې پر پاکستان به فشار راوړي چې له طالب مشرانو سره اړيکي ونيول شي. د کویټې د شورا په اړه داسې ویل کیږي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په ښار کې خپل فعالیتونه کوي.
پاکستان تل افغان اورپکو ته د پټنځایونو د برابرولو او د پاکستان په خاوره کې د کویټې د شورا شتون په کلکه رد کړی دﺉ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري په خپلو خبرو کې زياته کړې:
« موږ غواړو په هره برخه کې خبرې وکړو. که چیرې غوښتنې غیر عملي وي او آن غيرمنطقي وي نو بیا د گډ کار چانس نه لیدل کیږي.«
د هغې په وینا که غوښتنه د ملا عمر سپارل وي، نو نه یواځې دا چې دا غیر عملي خبره ده بلکې د خندا وړ هم ده.
تر دې د مخه افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر وخت د هغوی څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د اړیکي په ټینگولو کې ورسره مرسته وکړي.
د غونډې تر مخه کرزي د «جیو» په نوم له یوه ځایي تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې افغان دولت به د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله پریکړه وکړي.
د کرزي دولت څو څو واري د طالبانو او امریکا تر منځ په مستقیمو خبرو خپله ناخوښي څرگنده کړې وه. ولسمشر کرزي هم کوښښ کړی وو چې د طالبانو سره د سولې خبر اتری پیل کړي خو طالبانو د هغه سره د خبرو اترو کولو څخه ډډه کړې وه.
افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني سره د پنجشنبې په ورځ لیدلې وو، په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني هم موجود وو. یوه پاکستاني چارواکي چې په دغه غونډه کې ئې برخه لرله د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې په دغه غونډه کې حامد کرزي د پاکستان له ملکي او پوځي مشرتابه څخه په وار وار غوښتي چې له طالبانو سره د اړيکو په ټینگولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغان ولسمشر د دوو پاکستاني مذهبي ډلو د استازو سره هم لیدلي دي. د پاکستان د جمیعت علما اسلام او د جماعت اسلامي د گوندونو په اړه ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې نفوذ لري. کرزي د نوموړو گوندونو له مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو په برخه کې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
د جماعت اسلامي ډلې مشر قاضي حسین احمد کرزي ته وویل چې بهرني قواوي باید له افغانستان څخه ووځي نو بیا د نورو ډلو په یوځای کولو او د ستونزې د حلولو په برخه کې مرسته کیدلای شي.
اټکل کیږی چې افغان ولسمشر به د جمعې « د ۲۰۱۲م کال د فیبروري د میاشتې ۱۷مه نیټه» د مولانا سمیع الحق سره هم وگوري.
سمیع الحق د پاکستان د ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې په اوسني وخت کې د سولې په اړه د مثبتو خبرو په هکله باوري نه دئ، ځکه چې طالبان پر پاکستان، امریکا او افغان دولت باور نه لري.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش