1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اته ملکي او دوه بهرني وگړي وژل شوي

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه

د دولتي مقاماتو پر وینا نن په افغانستان کې د بمي چاودونو په ترڅ کې اته تنه ملکي وگړي او دوه تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي. ملکي کسان په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې د ماین قرباني شوي دي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15alY

د رپوټونو له مخې ملکي کسان هغه وخت په فاریاب ولایت کې ووژل شول کله چې د دوی موټر د سړک د غاړې د ماین ښکار شو. د ناټو په وينا په یوه بله پیښه کې په افغانستان کې میشت د ناټو د ائتلافي ځواکونو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغه چاودنه کې د یوې ښځې او ماشوم په گډون اته تنه ملکي وگړي وژل شوي او نور شپږ تنه ټپیان شوي دي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه چاودنه هغه وخت وشوه کله چي له دغه سیمي څخه د پولیسو یو کتار د تیریدو په حال کې وو.

د فاریاب ولایت د والي ویاند جاوید بابر ویلي دي چې دغه کسان د فاریا ولایت مرکز ته د روژې د میاشتې له پاره د سودا اخیستلو په موخه روان ول.

د ناټو د ائتلافي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ او سویل کې په جلا جلا پیښو کې د دوی دوه تنه سرتیري وژل شوي دي، خو د تل په شان د سرتیرو هویت او د پیښې ځایونه نه دي څرگند شوي.

د سړک د غاړي بمونه د طالب یاغیانو له خوا د یوې وسیلي په توگه کارول کیږي. خو زیاتره وخت د دغه ماینونو قربانیان ملکي وگړي وي. د افغانستان شمالي ولایتونه تر اوسه پورې په نسبي توگه ارامي سیمې گڼل کیدې، خو د تیرو څو ورځو راهیسې شمالي ولایتونه د یو لړ خونړیو پیښو شاهدان پاتي شوي دي.

تیره ورځ په سمنگان ولایت کې اٍئتلافي ځواکونو ته د تیلو د انتقالولو ۲۲ ټانکرونه د یوه بمي برید په ترڅ کې له منځه ولاړل. دغو ټانکرونو له ازبکستان ولایت څخه تیل راوړل او په سمنگان ولایت کې ولاړ ول. د راپورونو له مخې په یوه ټانکر کې د نصب شوي مقناطیسي بم تر چاودیدو وروسته نورو ټانکرونو اور واخیست.

تیره اونۍ هم په ولسي جرگه کې د سمنگان ولایت د استازي د لور د واده په مراسمو کې یو ځانمرگی برید وشو چې په پایله کې ئې د ولسي جرگې د غړي او یو شمیر نورو دولتي چاوراکو په گډون ۲۲ کسان ووژل شول او تر شپیتو زیات ئې ټپیان کړل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم