1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان غواړي د اتلولۍ جام کابل ته یوسي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۰, چهارشنبه

افغانستان د چهارشنبې په ورځ د سویلې اسیا د هیوادونو د جام په پای لوبه کې له هندوستان سره لوبیږي. دوه کاله مخکې هندوستان په همدې مرحله کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه خو دا ځل افغانستان غواړي د اتلولۍ جام کابل ته یوسي.

https://p.dw.com/p/19fnv
انځور: Afghanistan Football Federation.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر، وویل چې لوبډلې یې په ۲۰۱۱ کال کې په نوي دهلي کې د هندوستان پر وړاندې څلور د صفر پر وړاندې ماته نه ده هیره کړې. کارګر د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «هغه لوبې پر ټولو لوبغاړو، روزونکو او نورو ټولو [افغانانو] باندې اغیزه واچوله.»

هغه په افغانستان له فوټبال سره د خلکو مینې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «په افغانستان کې ټول خلک له فوټبال سره مینه لري او غواړي چې موږ دغه لوبه وګټو.» کارګر وویل چې لوبغاړي یې په هر حال کې په راتلونکې سیالۍ کې بریا غواړي: «لوبغاړي ډیر زیار باسي. هغوی نه غواړي پرته له کپه افغانستان ته ولاړ شي.»

افغانستان اوس په نړۍ کې د فوټبال د لوبډلو د رجه بندیو په کتار کې ۱۳۹ ځای لري. هندوستان د دغو لوبډلو په منځ کې ۱۴۵ ځای لري. له دې کبله ویل کیږي چې امکان لري افغانستان د چهارشنبې ورځې په لوبه کې د هندوستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

تر دې مخکې افغانستان په ګروپي لوبو کې له بوتان، سریلانکا او نیپال څخه لوبې ګټلې وې او د مالدیو پر وړاندې یې لوبه مساوي شوې وه. هندوستان بیا په خپل ګروپ کې له پاکستان څخه لوبه ګټلې وه، له بنګله دیش سره یې لوبه مساوي شوی وه او نیپال ته یې لوبه بایللې وه.

هندوستان هغه وخت د سویلي اسیا د هیوادونو د جام پای لوبې ته لاره پیدا کړه چې له مالدیو څخه یې د یوه ګول په وهلو سره لوبه وګټله. دغه هیواد په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کالونو کې د دغې جام اتلولي ګټلې ده.

د هندوستان د ملي لوبډلې روزونکي د افغانستان ډله یو پیاوړی حریف وباله او ویلي دي چې له دغه هیواد سره لوبه به ډیره په زړه پورې وي. هغه روښانه کړه چې افغان لوبډلې په تیرو دوو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی دی.

هندوستان د سویلي اسیا د هیوادونو جام شپږ وارې ګټلی دی. اوس ټول دې ته سترګې په لاره دي چې آیا افغانستان به د لومړي ځل له پاره د دغه جام په ګټلو وتوانیږي او که نه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب