1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د اوباما د ټاکل کېدو په اړه څه وايي؟

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

بارک اوباما یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د هغه تر ټاکل کیدو وروسته ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د پارلمان غړو او یو شمیر عامو افغانانو اوباما ته د بریا مبارکي وویله.

https://p.dw.com/p/16eRh
انځور: Reuters

یو شمیر افغان کارپوهان وایي، چې ولسمشر اوباما د افغانستان په هکله یو ښه سیاست په مخ کې لاره او ښايي په خپله دویمه دوره کې هم خپلو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکړي. بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د ولسمشر په توګه د کار تر پیلولو وروسته پر افغان حکومت باندي فشارونه واچول چې د اداري فساد پر وړاندې پیاوړې مبارزه وکړي. ښايي هغه په راتلونکو کلونو کې هم خپل دې سیاست ته دوام ورکړي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهام، د دویم ځل له پاره د امریکا د ‏ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کیدو وروسته له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر ‏دوام باندي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ولسمشر اوباما به هغه موخې چې د ۲۰۰۸ کال ‏په ټاکنو کې یې ټاکلې وې تعقیب کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي جنګي ځواکونو ایستل ‏او افغان ځواکونو ته د لا ډیرو امنیتي مسئولیتونو سپارل په افغانستان کې د امریکا له مهمو ‏لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.‏

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم بارک اوباما ته د هغه د بریاليتوب له کبله مبارکي ویلې ده او هغه ته يې د لا ډیرو کامیابیو غوښتنه کړې ده. د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «ولسمشر کرزي د امریکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کیدو وروسته هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګټو پر بنسټ تر بل هر وخت ډیري پراخه شي.»

د دموکراسي پلي کیدل

د افغانستان د پارلمان پخواني رئیس یونس قانوني، دویچه ویله ته وویل چې په امریکا کې د ولسمشر په توګه د بارک اوباما له ټاکل کیدو سره دموکراسي وښوول شوه. هغه زیاته کړه چې اوباما په تیرو څلورو کلونو کې په خپلو کارونو کي ښه ځلیدلی دی او هیله يې څرګنده کړه چې هغه به په راتلونکې کې هم په خپل کورني او بهرني سیاست کې بریالی وي:

«ښاغلی اوباما هم په خپلو کورنیو او هم بهرنیو سیاستونو کې ښه ځلیدلی دی. زه هیله لرم چې پر پخوانیو ستونزو سربیره اوباما د افغانستان په برخه کې لا ډیري برياوي ولري.»

تر هغه وروسته چې بارک اوباما د لومړي ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه افغانستان ته۲۹۰۰۰ اضافي سرتیري واستول او په دې ترتیب سره یې پر طالبانو او نورو یاغي ډلو باندي فشارونه لا پسې ډیر کړل. هغه همداراز پر پاکستان باندي فشار ډير کړ چې د حقاني شبکې پر وړاندي عملیات پيل کړي او د دې هیواد په سرحدي سیمو کې يې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

بارک اوباما له عراق څخه ټول امریکايي ځواکونه وایستل او اعلان يې وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به کرار کرار د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري او تر دې نیټې پوري به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتیري راوباسي.

په دې برخه کې هم د ناټو او امریکا ستراتیژي پر مخ روانه ده خو ډیر شمیر کارپوهان دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا په ۲۰۱۴ کال کې به افغان ځواکونه د دې وړتیا ولري چې د خپل هیواد امنیت په یوازي سر وساتي.

د ولسي جرگې پخوانی رئيس يونس قانوني
د ولسي جرگې پخوانی رئيس يونس قانونيانځور: AP

ښاغلی یونس قانوني هیله څرګندوي چې بارک اوباما به په راتلونکو څلورو کلونو کې هم په افغانستان کې د دموکراسۍ ملاتړ وکړي: «زما په نظر دا ډیره مهمه خبره ده چې متحده ایالاتو د افغانستان د یوه لوی ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او دموکراسۍ تر څنګ ودریږي او د قانونیت، د خلکو د غوښتنو او دموکراسۍ ملاتړ وکړي.»

پر افغان حکومت باندي فشارونه

اوباما د خپلې لومړۍ دورې په اولو ورځو کې د اداري فساد له کبله پر افغان حکومت باندي فشارونه زيات کړل. کارپوهان وایي چې اوباما به بیا هم د ولسمشر کرزي له حکومت څخه وغواړي چې په خپلو چارو کې شفافیت رامنځ ته کړي. د افغانستان د چارو کارپوه میر احمد جوینده، وایي: «په ټاکنو کې د اوباما بريا د افغانستان له پاره یوه ښه خبره ده، ځکه هغه پر ښه حکومت والي باندي ډیر ټینګار کوي. زه هیله لرم چې هغه وشي کولای ولسمشر کرزی دې ته وهڅوي چې د ادارې فساد پر وړاندي لا ټينگ ګامونه پورته کړي.»

عام افغانان د اوباما د ټاکل کیدو هرکلی کوي

که څه هم د افغانستان په هکله د ولسمشر اوباما او میت رامني په سیاستونو کې ډیر توپیر نه وو خو بیا هم یو شمیر عام افغانان د اوباما په کامیابۍ یو څه ډیر خوښ دي. د خوست د شېخ زايد پوهنتون محصل اباسين، وايي چې اوباما د افغانستان له پاره لا وختي خپله پالیسي جوړه کړې ده. که میت رامني ولسمشر شوى وای نو هغه کیدای شوای چې یوه نوې پالیسې جوړه کړې وای. د اباسین په خبره د دې امکان موجو وو چې میت رامني تر ولسمشر کیدو وروسته د افغانستان ګاونډيانو ته ډیره توجه کړې وای.

په همدې حال کې د خوست يو شمیر نور اوسيدونکي د امريکا له بیا ټاکل شوي جمهور رئيس بارک اوباما، څخه غواړي چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، روانه جګړه پای ته ورسوي او له افغانانو سره د هيواد په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.

مسعود جهش (حسین سیرت/ فرید الله ظاهر)
کتونکی: نجیب الله زیارمل