افغانان بې اينترنيته ويکيپيديا ته لاس رسی مومي
۱۳۹۶ مهر ۱۸, سهشنبهپه افغانستان کي به په ميليونونو وگړو ته ويکيپيديا ته د لاس رسي له پاره بې له اينترنيته زمينه برابره سي. په افغانستان کي نژدې ۸ ميليونه وگړي اينترنيت ته لاس رسی لري.
ډير افغانان د موبايل له اينترنيته کار اخلي چي ډېر گران هم ورته تمامیږي. اوس د ويکيپيديا بنسټ او روشن شرکت پتېيلې ده چي افغانانو ته ويکيپيديا سايټ ته بې له اينترنيته د لاس رسي زمينه برابره کړي.
په پام کي ده چي ټولو مشتريانو ته يو کال په وړيا توگه ويکيپيديا ته د داخلېدو اجازه ورکړله سي. دغه اقدام به د رواني مياشتي په پای کي عملي سي.
د روشن شرکت اجرايي رئيس الطاف لاداک ويلي دي: «له ويکيپيديا بنسټ سره دغه همکاري معلوماتو او پوهاوي ته د لاس رسي سرحد نور هم پراخوي.»
ياد شرکت دغه ابتکار ته چي د «صفر ويکيپيديا» نوم ورکړل سوی دئ د افغانستان د پراختيا کيلي بللی دی. دغه طرح په ۲۰۱۲م کال کي په نورو هيوادونو کي هم عملي سوې ده.
د روشن شرکت د معلوماتو له مخي ويکيپيديا ته دغه وړيا لاس رسی به د ځوانو محصيلانو له پاره چي غواړي په خپله رشته کي تازه معلومات ترلاسه کړي ډېر گټمن وي.