1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا عراق ندی

۱۳۸۷ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د AFRICOM يا دافريقا دوچي دپاره دامريکا دمتحده ايالتونو پوځي هډه ...

https://p.dw.com/p/ELfl
د جرمني په شتوت ګارت کښي د AFRICOMد پوځي اډې دفتر
د جرمني په شتوت ګارت کښي د AFRICOMد پوځي اډې دفترانځور: Vince Crawley, U.S. Africa Command

دآلمان دشتوت ګارت په ښارکې ده . که څه هم امریکایانو په اوله کښي غوښتل چه ددغې هډې دپاره پخپله په آفريقا کې يو مناسب ځای پيدا کي، خو دوی پر دې کار کی بريالي نسول . او علت يې داؤ چه پخپله آفريقايې هيوادونو دانه غوښتل چه ددوی په خاوره کې کومه امريکايې هډه جوړه سي . خو په جرمني کښي اوس هم په دې هکله نيوکي کيږې چی ولې بايد دآلمان دشتوت ګارت په ښارکی دآفريقا دپاره دامریکايانو يوه پوځي هډه موجوده وي .

داچه ولې ؟ په دې هکله دالمان دمسيحي ډيموکرات دګوند دخاجه چارو کار پوه Willy Wimmer وايي چه :

«موږ په دې ښه پوهيږو چه دامريکا متحده ايالتونه غواړی دنړۍ په هر ګوټ کې پوځي اډې ولرې . او اوس ددوی پام دافريقا وچې ته هم اوښتی دی . دوی افريقا ته نه دتخنیکي مرستو دپاره ځې او نه هم غواړي هلته دپناه غوښتونکو سره مرستي وکي . دوی هلته پوځي دلچسپې لری ، او موږ بايد چی دې ته پام وکو، چه دا څه ډول دلچسپۍ دي .»

د افريقا دپاره د امريکا په مرکزې پوځي اډه کښي په روان وخت کې 550 تنه عسکر ځای پر ځای دي، خو کله چه دهمدې روان ميلادي کال داکتوبر په مياشت کې دغه پوځي هډه بشپړيږې ، نو دعسکرو شمير به يې 1300 ته ورسيږې . سربيره پر دې به دشخصي امنيتي خدماتو پر سونل او نور پوځي کارپوهان هم دلته راسي ،چه د Willy wimmer له نظره بيا هغه وخت خطر ډيريږی . او له همدې کبله Wimmer وايي چه د AFRICOM په نامه د آفريقا دوچې دپاره دې د آلمان د شتوت ګارت په ښار کې د آمريکايانو پوځي اډه وتړل سي . دی وايي :

« بله لويه لانجه ددغې اډې په جوړولو کی داده چه زيادتره په شتوت ګارت کې دافريقا دوچي دپاره دامریکايانو په پوځي هډه کی اجير مليشیايې کوماندوي کار کوی . او کومي ترخې تجربې چه موږ يې دعراق دابو غريب په بندیخانه ،او د Black Water په نامه ددغه راز امنيتې شخصې شرکتو په برخه کي لرو، نو دابه په ډاګه سره و ويلای سو،چه ددې کار عواقب به دجرمني دپاره ډير خطرناکه وی ، او موږ بايد همدااوس امريکايانو ته ووايو چی د آلمان په خاوره کې دداسې يوې هډې دجوړولو څخه ډډه وکي . دلته داخبره ديادونې وړده چه نه د ژنيو په کانونسيون او نه هم دناټو په تړون کی داسې يوه موافقه موجوده ده ، چه د ملګرو هيوادو دغه ډول اډو ته دي په يوه خاوره کی ځای ورکول سي . په تيره بيا چه ددغه راز شخصي امنيتي شرکتونو غړي به، ډيپلوماتيکي مصونيتونه هم ولري . »

لکه څنګه چهWimmer وايې ، Black Water او ځینې نور امریکايی شخصې امنیتې شرکتونه داسې شرکتونه دې چی هغوی دنافذو قوانينو رعايت نه کوی . د Black Water له خوا د 2007 ميلادې کال دسپتمبر په مياشت کی په بغداد کی 17 تنه ملکی خلګ وژل سوي وه . د AFRICOM وياند د Wimmer انتقادونه ته په خونسردۍ سره جواب ورکوي ،او وايي چی افريقا عراق ندی :

«زه پوهيږم چه دلته ډيري انديشنې موجودي دي . خو دامساله هم بايد سړی د نظره وانه چوي ،چه د امريکا ملت هر کار چی کوی هغه اساسی کار وي . دا مهمه خبره ده چه زموږ ملګري ، هغه پيښي چي زموږ دعملياتو په وخت کی په افغانستان او عراق کی رامنځته سوي دي ،د هغه سره بايد تفاهم وښيي . خو په افريقا کی موږ بيخې د نوروشرايطو سره مخامخ يو . موږ غواړو چه په افريقا کی داحتمالې جګړو مخه ونيسو، او په دغه وچه کې داسې شرايط برابر کو، چه افريقايې هيوادونه وکولای سي، د سیاسي اقتصادي ، او بشري سوکاليو په لاره کی پرمختګونه وکړی . »

په افريقا کې د امریکايانو دپوځي اډې وياند وايي چه ،

په عراق او افغانستان کې زموږ پوځي ځواکونه ترډيرې اندازې پوري دداسې ستونزو سره مخامخ سوي دي چه موږ ته بله لاره نده پاته ،بيله دې چی دشخصي امنیتي شرکتونو څخه کومک وغواړو .

بل انتقاد چه پر AFRICOM باندې کیږې ، دادی چه ويل کیږي په راتلونکې کې به نه يوازي دغه پوځي مرکز ، دا دنده پر غاړه ولری چه دافريقا په وچه کی داسلامی تروريزم ،د نشه يې موادودقاچاق او دوسلو دقاچاق مخ ونيسی ، بلکه ډير ملکي پرمختيايي کارونه به هم ددغه مرکز په وظايفو کښي شاملي سي .