1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» د نمرود لرغونی ښار ورانوي

AFP,dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۵, جمعه

د روان میلادي کال په فيبرورۍ میاشتې کې افراطي ډلي «اسلامي دولت» د عراق په موصل ښار کې کلتوري شتمنۍ له منځه یوړې. اوس دغه ډله غواړي چې د «نمرود» ښار ویجاړ کړي.

https://p.dw.com/p/1EmSl
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tips Images

د افراطي ډلې «اسلامي دولت» جنگیالیو په عراق کې د نمرود، پر ښار هجوم وروړی او په دغه ښار کې یې د بلدوزرونو په واسطه د تاریخي لرغونو آثارو ویجاوړل پيل کړي دي.

د نمرود ښار تاریخي قدامت زرونو کالو ته رسیږي. دغه خبر د عراق د لرغونو آثارو وزارت په فیس بک پاڼه کي خپور شوی دی. دغه وزارت اندېښنه لري چې دغه پاته شوي تاریخي آثار به د تل له پاره له لاسه ورکړي.

نمرود ښار د آشوریانو د امپراتورۍ د پاته شوو لرغونو آثارو مهمه برخه گڼل کیږي. دغه ښار د اسلامي دولت پاخه مرکز موصل په سویل ۴۰ کیلومترۍ کي موقعيت لري. نمرود ښار تر میلاد شا او خوا ۱۲۷۰ کال د مخه جوړ شوی دی او یو وخت د آشوریانو د امپراتورۍ پلازمېنه وه. په ۱۹ او شلمه پیړۍ کې د کیندونو په هڅو کې د دغه ښار پاته شوي راڅرگند شول چې پکې معبدونه، حرم او نور آثار شامل دي.

د فيبرورۍ میاشتي په پای کې د اسلامي دولت، ترهگرې ډلې یوه ویډیو خپره کړه چې پکښې د عراق په ننیف ولایت کې د لرغونو آثارو ویجاړول ښوول کیده. په دغو آثارو کې ۲۶۰۰ کلنه پخوانۍ مجسمه هم شامله وه.

د دغي ترهگرې ډلي له خوا په پنځه دقیقه یي ویډیو کې ښکاریده چې څرنگه تندلاري د موصل ښار په موزیم کې دغې مجسمې په سوټکو ټوټه ټوټه کوي او له منځه یې وړي. پر دې سربیره سخت دریځو د برمو په واسطه هم ځینې مجسمې خرابي کړې.

په دغه ویډیو کې یوه تندلاري اسلامپال ویل چې دغه مجسمې د اشوریانو او نورو ولسونو خدایان ول. هغه وويل کله چې د اسلام پیغمبر مکې ته راغی نو هغه هم مجسمې ماتي کړي وې.

افراطي ډلې اسلامي دولت، د تیر کال په دوبي کې د عراق او سوریې یو ډیر شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستي. دغي ډلې په دغو سیمو کې په بې رحمانه توگه خپل تسلط ټینگ کړ او د اسلام یو سخت دریځه تفسیر یې نافذ کړ.

د دوشنبې له ورځې راهیسي د عراق امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت ډلي له جنگیالیو څخه د تکریت ښار د بیرته نیولو له پاره تعرضي عملیات پیل کړي دي. دغه ښار د پلازمېني بغداد په شمال کې دی. په دغه عملیاتو کې شا اوخوا ۳۰ زره عسکر برخه لري.

تر دې دمخه د اسلامي دولت غړو په موصل ښار کې یو تاریخي مسجد هم ونړاوه. په عمان کې میشت عراقی پروفیسور احسان فیتي، هغه مهال د اسلامي دولت دغه اقدام یو ډیر لوی زیان او د باور نه وړ فرهنگي تروریزم بللی وو. د دغه پروفیسور په وینا د اسلامي دولت غړو ځکه دغه مسجد الوزولی چې پکښې یو زیارت هم وو.

هغه مهال د یونیسکو مشري ارینا بوکووا، د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډي د رابللو غوښتنه کړې وه او ویلي یې ول چې دغه «برید تر یوې فرهنگي تراژیدۍ لویه خبره ده.»