«اسراییل او فلسطین د نوو خبرو اترو د پیل پر بنسټ موافقه کړې»
۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبهد جان کیري له لوري دغه اعلان د څلورو ورځو دیپلوماتیکو هلو ځلو په پایله کې رامنځ ته شوی دی. کیرې په دغه څلور ورځني سفر کې له اسراییل او فلسطین سره خبرې اترې کړې دي. هغه د اردن په پلازمینه عمان کې خبریالانو ته وویل: «زه خوشحاله یم چې د دې اعلان کولای شم چې موږ یوې داسې موافقې ته رسیدلي یو چې د فلسطین او اسراییل تر منځ د یوې حل لارې د موندلو له پاره د خبرو اترو بنسټ ګرځیدلای شي.»
هغه زیاته کړه چې دا د راتلونکي له پاره یو مهم او د هر کلي وړ ګام دی. د کیري په وینا دغه موافقه تر اوسه پورې د څرنګوالي د تعریفولو په مرحله کې ده، ځکه دی نه غواړي چې په نورو جزییاتو وغږیږي.
کیري همداشان د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس او د اسراییلو د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سولې خبرې اترې به یو «یو شمیر سختو انتخابونو ته اړتیا ولري.»
د کیري په وینا د فلسطینیانو مرکچي صایب عریقات او د هغه اسراییلي سیال زیپي لیویني به په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي، تر څو «لومړنۍ خبرې اترې پیل شي.»
فلسطینیان سره وېشلي دي
د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس ویاند د جان کیري له لوري تر سره شوی اعلان تایید کړی دی او ویلي یې دي چې د نوو خبرو اترو د پروسې په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د محمود عباس ویاند نبیل ابو رودینا له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د رم الله په ماڼۍ کې د جمعې په ماښام د محمود عباس او جان کیري تر منځ په غونډه کې د خبرو اتر د بیا پیلیدو په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د نبیل ابو رودینا له لوري خپره شوې بیانیه کی وړاندې راغلی دی چې جان کیري به عریقات او د اسراییلي اړخ استازي ته بلنلیک ورواستوي چې په راتلونکو څو ورځو کې په واشنګټن کې د لومړنیو خبرو اترو د پیلیدو له پاره سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس وسلوال اسلامپاله سازمان، چې د غزې تراړه تر خپل کنترول لاندې لري د نوو خبرو اترو لرلید رد کړ.
د حماس ویاند سامي ابو ظهیري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «حماس د کیري له لوري خبرو ته د بیرته ستنیدلو اعلان ردوي او په داسې حال کې چې فلسطیني سیمي اشغال شوې پاتي وي خبرو اترو ته د فلسطیني چارواکو بیرته ستنیدل د ملي مصلحت خلاف عمل بولي.»
د استوګنځایونو پر سر شخړه
د اسراییلو او فلسطین تر منځ له دریو کلونو راهیسې د سولې خبرې اترې په ټپه دریدلي دي. دغه خبرې اترې هغه وخت ودریدې کله چې اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د استوګنځایونو د جوړولو د پروژې د بندیدو څخه انکار وکړ. د دواړو اړخونو تر منځ په مذاکراتو کې د استوګنځایونو د جوړیدو موضوع اوس هم حساس ټکی شمیرل کیږي.