اسراييل د يونسکو او فلسطين پر ضد اقداماتو باندي مشورې کوي
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهاسراييلي دولت اوس پر دې فکر کوي، چي د يونسکو ددغي پريکړي په وړاندي څرنګه غبرګون وښيي.
د امریکا او اسراييلو د مخالف سره سره فلسطين د يونسکو غړيتوب تر لاسه کړ، او اوس په دې هڅه کي دی، چي د ملگرو ملتونو غړيتوب هم تر لاسه کړي.
فلسطين ته د غړيتوب تر ورکولو وروسته امريکا پر يونسکو باندي خپلي مرستي ودرولې.
متحده ايالتونه پر هر هغه سازمان، چي فلسطين ته غړيتوب ورکوي، خپلي مرستي دروي.
امريکا د يونسکو د ټولي بودجې ۲۲سلنه جوړوي.
امريکا او اسراييلو پر يونسکو فشار اوچولی وو، چي د فلسطين د غړيتوب رای اچونه وځنډوي. اسراييلو خو حتي ددې گواښ کړی وو، چي د فلسطين غړيتوب کيدای سي د دواړو هيوادونو تر منځ د سولي چانسونه له منځه يوسي.
د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت هم په يونسکو کي د اسراييلو غړيتو غندلی او ويلي يي دي، چي دا د فلسطين لخوا يو اړخيز عمل دي، او داچي د سولي د خبرو اترو چانسونه به له منځه يوسي.
نتنياهو د دوشنبې په ورځ په يونسکو کي د فلسطين غړيتو وغانده او دا يې بې له کومي مذاکرې څخه د يوه هيواد جوړول وبلل.
«د دې پرځای چي هغوی د سولي د خبرو اترو له پاره حاضر سي، له هماس سره تړونونه کوي او په ملګرو ملتو کي يو اړخيزه گامونه پورته کوي.»
هغه زياته کړې، چي هيواد به يې د دغه شان کارونو په وړاندي آرام پاته نه سي. دده په اند د فلسطين دغه راز هلي ځلي اسراييلو ته زيان رسوي، او د هغو موافقو پر ضد دي، چي د دواړو هيوا دونو تر منځ د سولي د پروسې پر وخت سوي دي.
د اسراييلي رسنيو د راپورونو پر اساس، د دغه هيواد د کابنې په ننۍ غونډه کي به د فلسطين د دغه کار په وړاندي سخت ګامونه پورته سي.
د رسنيو په حواله، په يونسکو کي د فلسطين د غړيتوب په غبرگون کي، کيدای سي اسراييل د کورنو جوړولو ته زور وکړي او دغه به د فلسطين د يو شمير مشرانو څخه اسراييلو ته د سفر کولو اجازه ليکونو واخلي.
د يونسکو سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره فلسطين اوس کولای سي، چي خپل تاريخي اثار د «نړيوالو تاريخي اثارو» په توګه کانديد کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل