اسراييل او فلسطينيان خبرو اترو ته کښيني
۱۳۸۶ خرداد ۱۱, جمعهاعلان
د فلسطنيانو د يو لوړپوړي رسمي مامور د څرگندونو سره سم اسراييل او فلسطينيان غواړي چې په راتلونکي اونۍ کې د لومړي ځل لپاره سره په دې باندې خبرې وکړي چې څنگه کولای سي د غزې په تړانگه کې يو اوربند ټينگ کړي. داسې ښکاري چې د دې خبر د اعلان سره سم به په غزه کې د اسراييلي او فلسطيني ځواکونو تر مينځ د دوو اونيو په شخړو کې يو څه کراري راسي. اټکل کېږي چې په دې کتنه کې به د اسراييلو د لومړي وزير احود اولمرت او د فلسطنيانو د جمهور رئيس محمود عباس تر مينځ د خبرو اترو مهم ټکی به د دواړو خواو تر مينځ د لانجې هوارول وي. ويل کېږي چې دغه ليدنه کتنه به د فلسطنيانو په خاوره کې تر سره سي او دا چې دقيق چيري تر اوسه يې ځای نه دی معلوم.