1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي ځواکونو تیره شپه هم پر غزې تراډي بریدونه کړي دي

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16m8D

اسرائیلي هوایي ځواکونو تیره شپه هم د غزې پر تراړې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې. د فلسطینیانو د معلوماتو له مخې د دغه بریدونو په پایله کې دوه تنه وژل شوي دي. فلسطیني وسله والو هم پر اسرائیلو باندې توغندي توغولي دي. د تاوتریخوالي دغه پیښو ته د پای د ټکو ایښودو د هڅو په ترڅ کې د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله نن په بیت المقدس کې د اسرائیل له ولسمشر شیمون پيرس، او له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره ویني. پر دې سربیره به هغه د فلسطین د خپلواکه ادارې د مشر محمود عباس سره هم وویني.

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د کابینې له وزیرانو سره غونډه کړې وه تر څو د غزې په تراړه کې د روانو پوځي عملیاتو د ادامې او د یوې احتمالي ځمکنې جگړې په اړه سلا مشوره وکړي. د اسرائیلي رادیو د معلوماتو پر اساس شاوخوا ۴۰ زر ریزرف سرتیري د تیارسئ په حالت کې درول شوي دي. په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری یوه غونډه کړې خو پر دې نه ده توانیدالې چې د دغه کړکیچ په اړه په یوه گډه اعلامیه سره توافق وکړي.