اسرائيل: په مديترانې سمندر کي توغندی ويشتل يوه آزموينه وه
۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سهشنبهد اسرائيلو د دفاع وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د سپتمبر ۳) په يوه خپره سوې بيانيه کي په ميدترانې سمندر کي د توغنديو توغولو خبره تائيد کړې ده. دې حرکت ته په دې شک سره کتل کيږي چي ښايي دا پر سوريې باندي د امریکا له خوا د حملې تیاری وي .
د اسرائیلو د دفاع وزارت وايي چي له امریکا سره په گډه يې د سه شنبې په سهار ۹ بجې او ۱۵ دقيقي باندي توغندی د دې له پاره و آزمويه تر څو خپل دفاعي ځواک معلوم کړي.
د اسرائيلو د دفاع وزارت تر بيانيې دوه ساعته دمخه رسنيو د روسيې په حواله داسي خبرونه خپاره کړل چي گويا په مديترانې سمندر په منځني ختيځ اړخ کي له مرکزي سيمي څخه دوه توغندی توغول شوي دي.
د روسيې د دفاع وزات کارکوونکي وايي چي پوځي رادار يې د توغندی ویشتلو ږغ د مسکو پر وخت لس بجې او ۱۶ دقيقو باندي ثبت کړ. توغندی په ميدترانې سمندر کي لوېدلې ده. خو د روسيې د دفاع وزارت په ډاگه نه کړه چي توغندی د چا له خوا توغول سوی وو.
د اسرائیلو د دفاع وزارت یوه ویاند ويلي ول چي د توغندی ویشتلو په اړه يې خبر نه لاره. د توغندی آزموینه په داسي حال کي سوې ده چي د نړۍ مشران اوس پر دې باندي سلا مشورې کوي چي په سوریه کي پوځي مداخله وکړي او کنه.
د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما څو ورځي دمخه وويل چي پوځ يې په سوريه کي د پوځي مداخلې له پاره چمتو دی. خو لومړی غواړي چي په دې اړه له کانگرس څخه رايي تر لاسه کړي. د امریکا کانګرس راتلونکې غونډه به د سپتمبرپر ۹ نیټه وي.
روسیه پر سوريې باندي د پوځي مداخلي مخنيوی کوي خو واشنګټن پر سوریه باندي بريد ته تیاری نیسي.