1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او امریکا د محمو د عباس نیوکې رد کړې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۵, شنبه

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس پر اسرائیل باندې سختې نیوکي کړي دي. د عباس په وینا اسرائیلو د غزې په جگړه کې «عام وژنې ته ورته جنایتونو» باندې لاس پورې کړی دی. امریکا متحده ایالاتو د اسرائیل اړخ نیولی دی.

https://p.dw.com/p/1DLxm
انځور: Reuters/Mike Segar

د امریکا متحده ایالاتو د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس پر څرگندونو باندې له دې کبله انتقاد کړې دی چې دغه څرگندونې «توهینوونکي» وې او د سولې په پروسه کې مرسته نه کوي. د متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت ویاندې جان ساکي ویلي دي چې د محمود عباس وینا «د لمسوونکو څرگندونو» له کبله ردوي. نوموړې ویاندې ویلي دي چې دغه څرگندونې «د یوې مثبتې فضا د رامنځ ته کولو» او همداشان د کړکیچ د ښکیلو اړخونو تر منځ د باور د فضا د رامنځ ته کیدو برعکس دي.

په دغه انتقاد سره متحده ایالاتو د خپل نزدې متحد، اسرائیل اړخ نیولی دی. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ایگدور لېبرمن، د عباس څرگندونې د «ناسمو تورونو» په توگه عنوان کړي دي او پر عباس یې د «ديپلوماتیکي ترهگرۍ» د تر سره کولو تور پورې کړی دی. د اسرائيلو د لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو، له کړیو څخه ویل شوي دي چې نتنیاهو د عباس څرگندونې «نفرت» ته د لمن وهلو چې د «درواغو پر اساس» ولاړي دي بللي دي. په پام کې ده چې نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي.

عباس د «عام وژنې له جگړې» څخه خبره کړې

محمود عباس په غزې کې د اسرائیلو پوځي عملیات «د عام وژنې د جگړې» په توگه محکوم کړي ول. هغه په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پر وړاندې ویلي وو چې دغه موضوع : «به موږ نه له یاده و باسو او نه به یې وبخښو.» محمود عباس په خپلو څرگندونو کې د جنگي جنایتونو د مسوولینو د تعقیب خبرداری ورکړی وو. پر دې سربیره محمود عباس له اسرائيلو څخه په عاجل ډول د ټولې فلسطيني سیمي د اشغال د ختمیدو غوښتنه هم وکړه.

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر په خپلو څرگندونو کې ویلي وو: «داسې یو ولس شته، چې په سملاسي توگه ورته باید آزادي ورکړای شي. د فلسطينیانو له پاره د آزادۍ د تر لاسه کولو ساعت رارسیدلی دی.» خو محمود عباس په دې هکله کومه نېټه و نه ښووله. په تیرو ورځو کې د محمود عباس له کړیو څخه ۲۰۱۷م کال د فلسطیني دولت د رامنځ ته کیدو له پاره د یوې احتمالي نېټې په حېث یاده شوې وه.

د جنگي جنایتونو له کبله تعقیب؟

محمود عباس د ملگرو ملتونو اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي وو: «د ټولې نړۍ د سترگو او غوږونو پر وړاندې» اسرائيلو د غزې په تراړه کې «په بشپړه توگه جنگي جنایتونو» باندې لاس پورې کړی وو. د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر مخه محمود عباس اعلان کړی وو چې د ملگرو ملتونو د ناظر غړي په توگه غواړي په دین هاگ کې د جزا نړیوالې محکمې ته داخل شي، تر څو د اسرائيلو د امنیتي ځواکونو د شکمنو جنگي جنایتونو د تعقیب لاره هواره کړي.

د غزې له تراړې څخه د فلسطیني وسله والو کسانو له لوري پر اسرائیلو باندې د پر له پسې توغندي بریدونو وروسته، په دغه ځای کې اسرائيلي ځواکونو هوایي او ځمکني پوځي تعرضي عملیات پېل کړل. د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۱۴۰ زیات فلسطینیان ووژل شول. د اسرائیلي اړخ له لوري هم ۷۳ کسان وژل شوي ول. پر دې سربیره د غزې ساحل یوه برخه بیخې ویجاړه شوې وه. د څو اوونیو تر جگړې وروسته بالاخره د اگست میاشتې پر ۲۶ نېټه یو اوربند نافذ شو.