اسرائيلو بيا په سوريه کي هدفونه بمبار کړي دي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبهد يکشنبې د ورځي په سهار د سوريې پايتخت دمشق څو زورورو چاودنو ولړزاوه. د سوريې دولتي تلويزيون راپور ورکړ، چي اسرائيلو د د مشق په شمال کي د پوځ پر يوه تحقيقاتي مرکز بايد هوايي يرغل وکړ.
د دغه هيواد دولتي آژانس (سانا) ويلي دي، چي تحقيقاتي مرکز په منځي واټن ويشتونکی توغندی باندي وشتل سوی دئ. د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري هيڅ معلوت نه دي ورکړل سوي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو په حواله د اسرائيلو هوايي ځواک د شنبې په شپه پخپل دغه گاونډي هيواد کي چي نزدې دوه کاله پکښې کورنۍ جگړه روانه ده، يو هدف بمبار کړ.
د امريکا (NBC) تلويزيوني شبکې د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی دئ، چي اسرائيلو په سوريه کي هغه کاروان بمبار کړی دئ، چي په لبنان کي ئې د حزب الله ملېشې ته وسلې روسلې.
اسرائيل د وسلو د انتقال مخنيوی کوي
د غه يرغلونه هيڅوک، نه امریکا او نه هم د اسرائيلو د دفاع وزارت تائيد وي. د اسرائيلو د پوځ يوه وياند وويل :«موږ د دغه شان راپورونو په اړه څه نه وايو.»
خو د اسرائيلو حکومت تر دې دمخه هر وخت پر دې خبره باندي ټينگار کاوه چي په ټول قدرت سره به د سوريې د حکومت له خوا د حزب الله ملېشې ته د وسلو د انتقال مخنيو کوي.
د حزب الله ملېشې چي ځان د اسرائيلو دښمنان بولي په ۲۰۰۶ کال کي په لبنان کي له اسرائيلو سره يوه مياشت جگړه وکړه. ويل کيږي چي د دغو ملېشو ملاتړ د ايران د حکومت له خوا کيږي.
د اسرائيلو حکومت له دې څخه هم اندېښنه لري، چي د سوريې په ياغيانو کي له القاعدې سره تړاو لرونکې ډله کيدای سي خپلي وسلې د يهوديانو د دولت پرضد وکاروي.
او باما سوريې ته د ځواکونو لېږل رد کړل
د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په کوستاريکا کي د ليدني پرمهال له (تيليموندو) تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «لکه څرنگه چي ما پخوا ويلي ول او اوس هم په هغه عقيده يم چي اسرائيل حق لري چي تروريستي سازمانو ته له که حزب الله ته د وسلو د رسېدو مخنيوی وکړي.»
اوباما يوواربيا په سوريه کي د نظامي مداخلې خبره رد کړه. هغه وويل چي هيڅ داسي پلان نه لري چي سوريې ته امريکايي ځواکونه ولېږي.