استرالیا: له افغانستان څخه مخکې له وخته نه وځو
۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعهد استرالیا د دفاع وزیر ستیفن سمیت، د جمعې په ورځ وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د دندې پرمهال د پنځو استراليايي سرتیرو وژل کیدل د استرالیا له پاره تر ټولو سخت تلفات ول.
د چهارشنبې په ورځ یوه افغان عسکر درې تنه استرالیايي سرتیري ووژل او دوه تنه نور ئې ټپیان کړل. تر دې پېښي یوازې څو ساعته وروسته د پنجشنبې په ورځ دوه تنه نور استرالیايي سرتیري د افغانستان په جنوب کې د یوې څرخې الوتکې د رالوید له کبله ووژل شول. دا د ویتنام تر جگړې وروسته په یوه ورځ کې د استرالیا له پاره تر ټولو سخت تلفات دي.
سمیت خبریالانو ته وویل چې اوس په افغانستان کې د دندې جاري ساتل تر ټولو معقول کار دئ. هغه زیاته کړه:
«موږ په افغانستان کې د تل له پاره نه شو پاتې کیدای. موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د تل له پاره پاتې شو. خو دا به هم یو غلط کار وي چې له افغانستان څخه مخکې له ټاکل شوي وخته ووځو.»
اوس په استرالیا کې یو شمیر کسان په عاجله توگه له افغانستان څخه د دې هیواد د سرتیرو د راوتلو غوښتنه کوي. خو سمیت وایي چې که له افغانستان څخه د استرالیا ځواکونه په عاجل ډول وایستل شي نو له دې کبله به ډیر گواښونه رامنځ ته شي.
د هغه په خبره باید د استرالیا ځواکونه د پلان له مخې لومړی د ارزگان ولایت امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري او تر هغه وروسته له افغانستان څخه ووځي.
په وروستیو وختوکې په افغانستان کې د افغان سرتیرو له خوا د بهرنیو ځواکونو د وژلو پېښې ډیرې شوي دي. یوازې په روان کال کې د دغه ډول پېښو په ترڅ کې ۴۵ بهرني سرتيري وژل شوي دي.
د استرالیا د دفاع وزیر وویل چې د افغان سرتیرو له خوا د بهرنیو عسکرو وژلو، د دواړو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا زیانمنه کړې ده. د هغه په خبره د دغه شان پېښو د مخنیوي له پاره باید نړیوال ځواکونه په ځانگړو اقداماتو لاس پورې کړي. له دغو اقداماتوڅخه یو ئې هم د سرتیرو په هره ډله کې د «ساتونکې فرشتې» تر نوم د یوه سرتیري گمارل دي. دغه سرتیری تل د خپلو ملگرو ساتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د استرالیا د دفاع وزیر ویلي دي چې داسې کوم تضمین نشته چې په راتلونکې کې به دغه ډول پېښې بیا تکرار نه شي.
استرالیا تر اوسه پورې په افغانستان کې ۳۸ سرتیري له لاسه ورکړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض