استرالیا د اجباري کمپونو مهاجرو ته جبران خساره ورکوي
۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبهکه چیرې دغه موافقه نهایې شي، نو دغه پيسې یعنې ۷۰ میلیونه استرالیایې ډالره چې۴۷ میلیون ایرو کیږي، به پر هغو څه د پاسه ۱۹۰۰مهاجرو وویشل شي چې د ۲۰۱۲ م کال راهیسي د مانوس په ټاپو کې په اجباري توګه ساتل شوي دي. سربیره پر دې د استرالیا حکومت به د محکمې د قضایې بهیر تر دیارلس نیم میلیونو ډیر مصارف هم په غاړه واخلي.
د دې کار پسمنظر په دغه کمپ کې د ساتل شویو مهاجرو له خوا یوه ډله ييزه دعوی ده. دوی د هغه جسمي او رواني رنځ له امله دعوی کړی چې د دغه کمپ په خرابو شرایطو کې ورسره مخامخ شوي دي.
د نوموړۍ حقوقي موافقتنامې له مخې د جبران خسارې د دغو پيسو په ورکړې سره به د کډوالو له خوا د استرالیا حکومت او امنیتي شرکتونه پر ضد د یوې علني محکمې له دایریدو څخه مخنیوی وشي.
وروسته تر دغې موافقې وکیلانو له دې قرارداد څخه د بشري حقونو د دعوو په برخه کې یو تر ټولو لوی حقوقي قرارداد څخه خبره کړې.
د مهاجرو وکیلانو او داکترانو په وار وار سره د مانوس او نائورو په ټاپو کې د مهاجرو د کمپونو شرایط غندلي دي. په دغه کمپ کې په پراخه پیمانه د ناوړه استفادې، زورونې او روغتیایې ستونزو په اړه ډیر رپوټونه ورکول شوي دي.
د استرالیا حکومت د مهاجرو پر وړاندې یو سخت سیاست پر مخ وړي. دغه هیواد هغو مهاجرو ته چې غواړي د کوچنیو کیشتیو په وسیله استرالیا ته داخل شي هیڅ اجازه نه ورکوي. برعکس دغه کسان په پاپوآګینه کې د مانوس ټاپو او یا نائورو ته انتقالیږي.
Nka/ af (afp)