1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا: کيدای سي تر وخت مخکي له افغانستانه پوځي روزونکي وباسو

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

د استراليا لومړۍ وزيري، جوليا ګيلراد، د دوشنبې په ورځ پارلمان ته په خپله وينا کي ويلي، چي په افغانستان کي د استراليا د پوځي روزني ماموريت کيدای شي د۲۰۱۴م کال تر ټاکلي مودې د مخه پای ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/13EFH
د استراليا صدراعظمه جوليا گيلراد
د استراليا صدراعظمه جوليا گيلرادانځور: AP

هغې دا خبري وروسته ترهغه کړي، چي يو افغان قوماندان د يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي، چي آستراليايي پوځونه بايد ژر تر ژره ووزي.

د لومړۍ وزيري، تر وينا وروسته اوس ددې خبري امکانات ډير شوي، چي کيدای شي د افغانستان څخه د استراليايي پوځونه راوتل په راتلونکو درو کلونو کي پيل شي.

لومړۍ وزيري پارلمان ته په خپله وينا کي دا هم ويلي، چي د افغان سرتيرو لخوا پر استراليايي سرتيرو د بريدونو سره سره به استراليا افغانستان يوازي پرې نږدي.

ګيلراد پارلمان ته په خپله وينا کي زياته کړې، چي دولت داسي کوم ټاکلی مهال ويش نه لري چي آستراليايي پوځونه دي افغان پوځونه وروزي، تر څو دوی د روزګان د امنيتي چارو مسئوليت پر خپله غاړه واخلي.

هغې ويلي:« خو دغه پرمختګ ته په کتو سره موږ اوس دا وينو، کيدای شي دا د ۲۰۱۴م کال تر مخه پای ته ورسيږي.»

د استراليايي سرتيرو له خوا د روزګان ولايت په يو غنډ کي افغان سرتيرو ته روزنه ورکول کيږي. د نوموړي غنډ قوماندان، ډګر جنرال محمد ظفر خان، د « ايج » ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي چي د دوشنبې په ورځ خپره شوې ويلي، چي روزونکي بايد ژر ولاړشي، او پر عصري وسلو سربيره بايد د ماينونو د کشفولو آلې، د شپې په تياره کي ليدونکي عينکي او د ټپيانو د انتقالولو څرخي الوتکي هم پريږدي.

نوموړي قوماندان په ترينکوټ کي د يوه ژباړونکي په واسطه د ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي:« درې کاله ډير وخت دئ چي استراليايي ځواکونه دلته پاته شي.»

استراليا په افغانستان کي شاوخوا ۱۵۵۰پوځيان لري. د ناټو د غړو هيوادونو د باندي استراليا لومړی هيواد دی، چي په افغانستان کي ډير شمېر پوځيان لري. د افغانستان په روانه جګړه کي تر اوسه ۳۲تنه استراليايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل