1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا لومړی افغان پنا غوښتونکی بيرته افغانستان ته لېږي

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

استراليا به د لومړي ځل له پاره يو افغان سياسي پنا غوښتونکی افغانستان ته واستوي. د دغه افغان مهاجر د سياسي پناهنده ګۍ درخواست د استراليا د حکومت لخوا رد سوی وو. ددغه کس وکيلانو د استراليا د دولت پريکړه غندلې.

https://p.dw.com/p/13AnN
په استراليا کي د پنا غوښتونکو کمپ
په استراليا کي د پنا غوښتونکو کمپانځور: AP

اسماعيل ميرزا جان هغه لومړي افغان دی چي د افغانستان او استراليا د حکومتونو تر منځ د نوي موافقې له مخي به بيرته افغانستان ته واستول شي. جان ويلي ول، چي په افغانستان کي د هغه ژوند له خطر سر مخامخ دی، خو د استراليا حکومت بيا په دې نظر دی، چي هغه کولای شي بيرته خپل هيواد ته ستون سي.

اوس مهال د افغانستان څخه ډير شمېر افغانان استراليا ته د سياسي پناه غوښتني په موخه ورځي. تردې مخکي افغان حکومت د هغو افغانانو مسئوليت پر غاړه نه اخيسی چي په خپله رضا افغانستان ته نه ستنېدل، خو اوس د استراليا او افغانستان تر منځ د نوي توافق له مخي به دغه کسان افغان حکومت ته تسليميږي.

جان ډير ځوان وو، چي له افغانستان څخه استراليا ته مهاجر شو. هغه استراليايي رسنيو ته ويلي چي په افغانستان کي کورنۍ نه لري او که بيرته دغه هيواد ته واستول شي نو خپل ژوند به له لاسه ورکړي.

اته ويشت کلن جان د ABCسره د دوشنبي په ورځ وويل: «ما د مهاجرو ادارې ته وويل چي که غواړي ما افغانستان ته واستوي نو هغوی دي زما مړی دغه هيواد ته وليږدوي، ځکه چي په هر صورت کي به زه په افغانستان کي ووژل سم.»

د استراليا د مهاجرو د ادارې چارواکو ويلي دي چي جان تير کال د يوه جعلي ترکي پاسپورت په واسطه استراليا ته رسېدلی دی. دغه چارواکي زياتوي، چي تر دې وړاندي انګلستان او ايرلند هم د جان د پناهنده ګۍ درخواست رد کړی وو.

د استراليا د مهاجرو د ادارې چارواکو ويلي دي، جان د دي له پاره بيرته خپل هيواد ته استول کيږي چي د استراليا دولت باور لري هغه په افغانستان کي له کوم خطر سره نه دی مخامخ.

د استراليا حکومت د ځينو دلايلو له مخي نه غواړي چي د جان د قضيې جزييات اعلان کړي. دا په داسي حال کي ده، چي استراليا ته د افغانستان سفير د جان د قضيې په اړه د نظر د ورکولو څخه ډډه کړې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل