ازبکستان له قرغزستان سره خپله پوله تړلې ده
۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبهاعلان
د ازبکستان مشرتابه له قرغزستان سره پوله د توکميزې يا نژادي ترينګلتيا له کبله تړلې ده. د قرغزستان حکومت د دغه نا اعلان شوي ګام سپيناوی وغوښت. دغه خبره يوه چارواکي د شنبې په ورځ په پلازمېنه بيشکک کې د سيمه یيزو رسنيو په وړاندې وکړه. د فرغانې د درې په سوچ نومې سيمه کې چې ازبکان په کې اقليت دي، د مياشتې په سر کې د برېښنا د پاييو په سر په لانجه کې خلک ژوبل شوي ول. دواړه لوري يو بل په پېښه کې پړ بولي. په ۲۰۱۰ کال کې د قرغزيانو او ازبکانو تر منځ په شخړو کې د اټکل له مخې ۲۰۰۰ انسانان وژل شوي ول.