1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« اروپا د سپتمبر یولسمې په څیر گواښ سره مخ ده»

۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

د نوې کال په لومړۍ اونۍ کې د پاریس د پولیسو پر یوه مرکز د برید هڅې یو ډول ویره پیدا کړی ده. د ترهگرې سره د مبارزې چارواکي د ۲۰۱۶ کال په جریان کې د لا زیاتو خطرناکو بریدونو ویره لري.

https://p.dw.com/p/1HasW
انځور: picture-alliance/dpa/G. Horcajuelo

تیر کال د نومبر میاشتې په ۱۳ نیټه په پاریس کې د خونړیو بریدونو په ترڅ کې ۱۳۰ تنه ووژل شول. د داعش ترهگرې ډلې جنگیالیو له عصري وسلو څخه په استفادې او د ملکي وگړي په نښه کولو سره د اروپایې ژوند په طرز او طریقې برید وکړ.

د پاریس بریدونو نه یوازې فرانسه، بلکې ټوله اروپا غمجنه کړه. د ښکلاء او رنگونو په ښار (پاریس) کې د دا ډول پیښو ترسره کیدل د نوي اروپا له پاره د تصور وړ خبره نه وه. خو د ترهگرۍ سره د مبارزې کارپوهان اټکل کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپا له دا ډول نورو خطرناکو پیښو له گواښ سره هم مخامخ کیدای شي.

له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوه لوړپوړي چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط رویټرز خبري آزانس ته ویلي دي: «له بده مرغه په ۲۰۱۵ کال کې چې څه وشول هغه هیڅ هم نه وه. مونږ د اروپا د سپتمر یولسمې پر لور روان یو، یعنې په یوه ورځ د مختلفو ښارونو په بیلابیلو ځایونو کې منظم او پرله پسې بریدونه. مونږ پوهیږو چې ترهگر د دا ډول بریدونو طرحې په جوړول اخته دي.»

دغه چارواکي زیاته کړی ده چې په عراق او سوریې کې فعاله جهادي ډله (داعش) د اروپایې اتباعو پر روزنې او د هغوې پر گمارنې بوخته ده. د داعش هدف دا دی چې د دغو ترهگرو تر روزنې وروسته دوی بیرته د دوی هیوادونو ته واستوي چیرې چې دوی دا ډول خونړي بریدونه ترسره کړای شي.

دغه کارپوه زیاته کړی چې د اروپا استختباراتي ادارو د داسې بې شمیره بریدونو پلانونه خنثی کړي دي، خو دا باید ومنل شي چې اروپایې امنیتي ادارې په دې برخه کې د بې وسه کیدو په حال کې دي. « په دې ډول یو شمیر جهادیان په خپلو بریدونو کې بریالي کیدلی شي او یو شمیر نور یې لا پخوا خپل هدف ته رسیدلي دي.»

نوی ستراتیژۍ ته اړتیا ده

له ځانمرگي بریدگرو سره مقابله کول آسانه کار نه دی. دوی غواړي د امکان تر حده ډیره مرگ ژوبله واړوي. د دغې ستونزي په مقابل کې فرانسه باید یوه نوې ستراتیژي جوړه کړي.

د فرانسې د پولیسو مشر هوبرت بونیئو، د نوامبر د دیارلسمې پيښې د مثال په راوړلو سره وویل چې ترهگرو یوازې په ۲۰ دقیقو کې د کنسرت په سالون ۹۰ تنه ووژل. نوموړي زیاته کړه؛ تر هغه وخته چې امنتیي ځواکونو د کنسرت د سالون نقشي او ترهگرو پر موقعیت ځان پوهاوه، ډیر ناوخته شوې وو.

د جنرال هوبرټ بونیئو په خبره دا ډول بریدگر د خلکو څخه د ډال په توگه استفاده کوي، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سستي رامنځته کیږي. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د پاریس له بریدونو څخه زده کړه وکړه چې په راتلونکي کې په دا ډول حالاتو کې ډیر عاجل غبرگون ښکاره کړي.

د فرانسې استخباراتي ادارې DGSE پخوانې شنونکی ایو ټرو ټینیون په حواله د جهادیانو منظم او پرله پسې بریدونه د ډیرې لوې تباهۍ سبب گرځیدلی شي. نوموړي زیاته کړه چې د اروپایې هیوادونو په لویو ښارونو کې د استخباراتي او امنیتي ادارو تر منځ ډیره همکاري موجوده ده، خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې ترهگر هم نوي تکتیکونه کارولی شي.

روان وضعیت ته په کتلو سره ایو تریټینیون، هم اندیښه ښودلې ده: «شاید هم د تیر کال بریدونه د ترهگرو یو تمرین وو.»

تیر کال په پاریس کې دوه لوې بریدونه ترسره شول. تر دغو بریدونو وروسته د فرانسې حکومت هم ډیر متوجه شوې دی، خو دا چې آیا حکومت به د راتلونکو بریدونو مخه ونیولی شي، په دې اړه ملکي خلک هم ډیر اندیښمن دي.