1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د سختې وچکالۍ سره لاس او ګریوان ده

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

د اروپا او د شمالي کرې ډېره برخه د شديدو اور لګيدنو، اوبو د ټيټې کچې، د حاصلاتو د تلف کیدو، د اوبو کارولو په برخه کې له محدوديتونو سره لاس او ګريوان ده. دويچه ویله ورته په دغه رپوټ کې یوه کتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4FTfM
Ungarn | Trockenheit: See Velence
انځور: Anna Szilagyi/AP/picture alliance

د ځمکې د شمالي کرې لویه برخه له هنګري څخه تر هوایې پورې، د راین د سند څخه نیولې بيا د ريو ګرانده سيند پورې چې له وچيدو له ستونزې سره مخ وو او اوس یې په وضعيت کې يو څه ښه والی ترسترګو کیږي، يا له کاسابلانکه څخه تر کاليفورنيا پورې سيمې چې د ګرمۍ د وچکالۍ او حرارت له لوړو درجو څخه کړيږي او دغه څه له زراعت څخه نيولې بيا تر صنعته پورې په هر څه جدي اغیزې لري. 

آلمان – د کروندګرو ټولنو د حاصلاتو په اړه خبرداری ورکړی

د آلمان د کروندګرو ټولنې مشر يواخيم روک ويد د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د فوري اورښتونو پرته به سږ کال حاصلات د اوړي د موسم د تودوخې د يوې سختې څپې له کبله اغیزمن شي. 

هغه وويل چې د انفلاسيون ستونزې او د اوکراين کړکيچ په شريکه لا دمخه د لوېديځې اروپا د هغو کروندګرو له پاره وضعيت ډېر خراب کړی دی چې د جګړو له کرښو په سونه او زرونه کیلومتره ليرې پراته دي. 
نوموړي د آلمان د خبري آژانس ډي پي اې سره په خبرو کې وويل: «دمګړۍ موږ پر څو جبهو کې جنګیږو. د زرو بیې د يو کال په پرتله څو چنده لوړې شوي دي. د انرژۍ بیې دوه چنده لوړې دي.» نوموړي همدا راز زياته کړه چې د ژويو د پالنې مصارف هم لوړ شوي دي. 
روک ويد وويل چې «که چېرې ژر ډېر باران ونه اوري نو ويره لرو چې حاصلات به سږ کال له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنه پورې کم وي.» 

فرانسه – په لوېديځ کې شديد اورونه او د جهېلونو او سيندونو وچېدل

د اروپايي ټولنې د شپږو هېوادونو څخه د اتفاېې یا اور وژنې عمله له پنجشنبې ورځې راهيسې فرانسې ته رسېدو په حال کې دي څو په ځنګلونو کې د لګيدلو اورونو په خاموشه کولو کې مرسته وکړي. له دې اورونو څخه یې تر ټولو ناوړه په جنوب ختیځ کې هغه دی چې له کبله یې په زرونه کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

په ټوله کې ۳۶۱ د اور خاموشه کولو  عملي غړي په فرانسه کې د خپلو همکارانو مرسته ته ورغلي دي. له دوی څخه یې د ۶۵ کسانو لومړۍ جوپه له آلمان څخه ده. په جنوب لوېديځ بورګوندي سيمه کې، د تيله سیند د لوکس په کلي په بشپړه توګه وچ شوی دی چې له کبله یې په زرونو کبان هم تلف شوي دي.

د فرانسې حکومت له دې کبله مجبور شوی د دوبي په فصل کې په ټول هېواد کې د اوبو د کارونې په برخه کې يو څه محدوديتونه وضع کړي.

Frankreich | Waldbrände im Süden des Landes
انځور: David Thierry//MAXPPP/dpa/picture alliance

هنګري – دانوب سيند د وچېدو په حال کې دی

په دې وروستيو اوونيو کې په دانوب سيند کې د اوبو کچه تر خطرناک حده پورې ټيټه شوې ده، په داسې حال کې د ويلنس جهيل ځيني برخې د روانې اوونۍ په ترڅ کې په بشپړه توګه وچې شوي دي. دغه جهيل د پلازمينې بوداپست په جنوب لوېديځ کې پروت دی. د هنګري د ملي بانک مرستيال مشر د وچکالۍ له يوې اوږدې مودې څخه خبرداری ورکړی دی. 

بريتانيا – د تيمز په سرچينه کې د اوبو بې ساري کمښت 
د يوې پيړۍ په اوږدو کې د تر ټولو بې اورښته فصل له کبله بريتانیې د هېواد په ځینو برخو کې د اوبو د پايپ پر کارولو بندیز لګولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د تيمز سيند سرچينه د اوبو بې ساري کمښت تجربه کوي. 

Großbritannien | Trockenheit und Hitze
انځور: Jon Super/Xinhua News Agency/picture alliance

په دې منځ کې د بريتانیې حکومت ويلي دي چې د دغه هېواد د انګلستان جنوبي، ختیځې او مرکزي برخې اوس له وچکالۍ سره مخ دي. 

د اروپا په جنوب لوېديځ کې اورونه

سختو اورونو په فرانسه، هسپانيا او پرتګال کې په زرونو هکتاره ځنګلونه سيځلي دي او د اروپايي ټولنې د چاپيريال د څار خدماتو له خوا د جمعې په ورځ ويل شوي دي چې دا د اروپا په جنوب لوېديځ کې د ۲۰۲۲م کال د ريکارډ کچې اورونه ول. 

د ګرمۍ د شدیدې څپې له کبله چې د اروپا په ټوله لويه وچه کې د تودوخې درجه ډېره لوړه وه، د سېتلایت د څار خدماتو له خوا ويل شوي دي چې په فرانسه کې په تېرو دريو میاشت کې د ځنګلونو د اورونو له کبله د کاربن د افرازاتو کچه په ۲۰۰۳م کال کې د دې اندازه ګیرۍ له پېل راهيسې تر ټولو لوړه وه.