سږکال د مديترانې له لارې د پناه غوښتونکو راتګ کم شوې
۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعهد ملگرو ملتو د معلوماتو له مخې اروپا ته په کښتيو کې د مهاجرينو په راتګ کې په څرګند ډول کموالې راغلې. د روان ميلادي کال په تيرو دوو مياشتو کې۱۰۲۰۰ کسان د مديترانې له لارې اروپا ته راغلي. دا څرګندونې د جمعي په ورځ په ژنیو کې د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان(IOM) کړي دي.
دا په داسی حال کې ده چې د۲۰۱۷ کال په همدی وخت کې ۱۷۵۰۰ پناه غوښتونکي راغلې وو او د ۲۰۱۶ کال په همدې موده کې حتی د هغو شمیر ۱۱۶ زره مهاجرو ته رسیدلی ؤ.
د مهاجرو او پناه وړونکو یو دير زیات شمیر په غیرقانوني توگه د مدتیراتې د سمندرگي له لارې اروپا ته رسیږي.
د کوچنیو او ربړي بیړیو په واسطه سږ کال نیمايي پناه غوښتونکي ایتالیا ته رسیدلي او د (IOM) د معلوماتو له مخې پاتې نورو بيا يونان او اسپانیا ته ځانونه رسولي دي. دغه سازمان زياتوي چې په ډيرو اروپايي هيوادونو کې د مهاجرت په برخه کې د پناه غوښتونکو په سیاست کې محدویتونه او سخت چلند د دې لامل شوی چې د مهاجرو شمیر راټیت شي، د بیلگې په توگه د ۲۰۱۶ کال را په دې خوا د بالکان لاره تړل شوې او مهاجر په ډيرې سختی سره له دغو لارو ځانونه لویدیځي اروپا ته رسوي.
له دغې لارې په سلهاو زره انسانان چې ډيرې يې د نږدې ختیځ د جگړه ځپلو هیوادونو او له آسیا څخه وو، د يونان له لارې مرکزي او شمالي اروپايې هیوادونو او آلمان ته ځانونه ورسول.