1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې اتحادیه: ترکیې ډیرې تیروتنې کړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

یوه لسیزه وروسته تر دې چې ترکیې په اروپایې ټولنه کې د غړيتوب ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کړ، انقره اوس د دغې اتحادیې د ارزونې په تر ټولو ټیټ موقف کې قرار لري. خو د مهاجرت په مسئله کې بیا د ترکیې د همکارۍ ستاینه شوې.

https://p.dw.com/p/2w6bV
Bulgarien Warna EU Türkei Gipfel Erdogan, Donald Tusk und Jean-Claude Juncker
انځور: Reuters/Bulgarian Government Press Office

اروپایې کیسیون د پنجشنبې په ورځ په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د الحاق مسئلې په اړه خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د ترکیې له خوا د تیروتنې په برخه کې لوی ګامونه پورته شوي دي.

د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې په دې اړه په خپل رپوټ کې د اروپایې کمیسیون په حواله لیکلي دي چې انقرې د«د عدالت، د قانون د حاکمیت، بنسټیز حقونو، او د بیان د آزادۍ» په برخو کې پر شاتګ کړی دی.

د اروپایې اتحادیې کمیسیون د دې رپوټ پر بنسټ دې نتیجې ته رسیږي چې په اروپایې اتحادیه کې د غړيتوب له پاره له انقرې سره د خبرو اترو هیڅ مبنا وجود نه لري او دغه خبرې اترې باید په اغیزمن ډول ودرول شي.

اروپایې کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د ستندرد او ارزښتونو د وضعیت ارزونې په هکله خپل کلنې رپوټ خپور کړ. دغه کمیسیون هر کال ارزونې ترسره کوي چې آیا د اروپایې اتحادیې غړي هیوادونه توانیدلي دي چې خپل ستندردونه او ارزښتونه همغږې کړي دي او که څنګه.

اروپایې اتحادیه له ترکیې څخه د بیړني وضعیت د لغوه کولو غوښته کوي. د اروپايي چارواکو له پاره دا اقدام په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د الحاق له پاره د هر ډول پرمختګ مقدمه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۶ م کال په دوبي کې په دغه هیواد کې تر ناکانې کودتا وروسته خپل تر ۱۵۰ زرو ډیر مخالفان بندیان او شاوخوا ۱۱۰ زره ملکي کارمندان یې له دندو ګوښه کړل. خو سره له دې ټولو بیا هم اروپایې اتحادیې ویلي دي چې په مختلفو برخه کې په ځانګړي توګه اروپا ته د مهاجرو د راتګ بهیر د کنترولولو په برخه کې «ترکیې ته د یوه کلیدي متحد» په سترګه ګوري.