اروپايي کمیسار استعأ وکړه
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهاعلان
د روغتیایي چارو او له مستهلکینو څخه د ملاتړ له پاره د اروپایي ټولنې کمیسار د اختلاس د یوه تور له کبله خپله استعفأ وړاندې کړه.
په اروپایي ټولنه کې دOLAF په نامه د درغلیو ضد ادارې په حواله دغه پخوانۍ کمیسار چې دالي نومیږي په دې خبره پوه وو چی په مالتا کې یوه تجار غوښتل پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.
ویل کیږي چې نوموړي تجار د دخانیاتو کمپنیو ته وړاندیزونه کول چې په اروپایي ټولنه کې د دخانیاتو په اړه د قانون جوړونکي تر خپلی اغېزی لاندې راولي.
دغې ادارې دا هم ویلي دي چې په دې اړه پیسې نه دي ورکړل شوي او هم په دغه رسواییي کې د دالي د ښکیل پاتې کیدو په اړه کلک ثبوتونه په لاسه کې نه شته.