اروپايي ټولنې د اصلاحاتو پر تگلاره موافقه وکړه
۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعهاروپايي ټولنې د غړو هيوادونو حکومتي او دولتي مشران د بروکسل په سرمشريزه کي د يورو زون د راتلونکي ريفورم پر تگلاره سره توافق رسېدلي دي. د المان لومړۍ وزيري انگلا مېرکل، د دوې ورځنۍ سرمشريزي د لومړۍ ورځي د بحثونو وروسته وويل چي د سرمشريزې يوه څرگنده موخه ده. د مېرکل په وینا بايد دا معلومه کړل سي چي په اروپا کي د رغنده سيالۍ د زياتولو له پاره څه ډول سياسي او اقتصادي انسجام ته اړتيا سته.
دجون تر میاشتې باید اقداماتو لست بشپړ وي
سرمشريزي د اروپايي ټولنې د شورا رئيس هېرمن فان رومپوې، ته دنده وسپارله چي د ۲۰۱۳م کال تر دوبي پوري د اصلاحاتو عملي او معلوم پلان وړاندي کړي. رومپوي، د دې خبري پخلی کړی دی چي د اروپايي ټولنې تر راتلونکي سرمشريزي پوري (د ۲۰۱۳م کال د جون مياشته) به د غړو هيوادونو په مشوره يو پلان وړاندي کړي.
د رومپوې، په وينا د دغه پلان په ترڅ کي به د يورو په زون کي د روزگار د اقتصادي ودې او کار موندلو د زياتولو له پاره وړانديزونه وسي. په دغه پلان کي د يوه مرستندويه صندوق رامنځ ته کول هم شامل دي. د دغه صندوق څخه به هغو غړو هيوادونو ته اقتصادي مرستي ورکول کيږي چي د يوه تړون په ترڅ کي يې ريفورمونو ته چمتووالی ښودلی وي.
د المان لومړۍ وزيري انگلا مېرکل، د سرمشريزي د پېل څخه تر مخه ويلي ول چي د يورو زون د غړو هيوادونو د اقتصادي سيالۍ توان بايد په دوامداره توگه لوړ کړل سي. د مېرکل په وينا کله چي د سيالۍ توان زيات سي نو په دې سره د نورو ممکنه اقتصادي بحرانونو مخه نيول کېدلای سي.
مېرکل دا څرگندونې د المان فدرالي شوری یا بوندستاگ ته د وينا پر وخت کړي وې. د المان لومړۍ وزيري د يورو د ټيکاو له پاره تر اوسه تر سره سوي ټول اقدامات بريالي بللي دي. مېرکل زياته کړې وه چي د ۲۰۱۰م کال راهيسي د يورو زون د هيوادونو بودجوي کسر نيمايي ته راټيټ سوی دی، چي د يورو د ټيکاو د اقداماتو بريا بلل کېدلای سي.
د بودجو کسر يوه شخړه یيزه موضوع ده
د يورو زون د غړو هيوادونو بودجوي کسر يوه داسي موضوع ده چي په هکله يې د سرمشريزي د پېل څخه ترمخه لا مخالفتونه رابرسېره سوي ول. اروپايي ټولنه غواړي چي په ۲۰۱۳م کال کې د بودجوي کسر موضوع ته ځانگړې پاملرنه وکړي. په دې ترڅ کي د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د ايټاليې د لومړي وزير ماريو مونتي، د وړانديز څخه ملاتړ اعلان کړی وو. مونتي ويلي ول چي که د يوه غړي هيواد د بودجې يوه برخه د پانگونې بڼه ولري، نو هغه دې په کسر کي نه حسابيږي. د نوموړي په وينا دغه بدلون به حکومتونو ته نوي امکانات ور په برخه کړي. خو د اروپايي کميسيون تر څنگ المان د دغه وړانديز مخالفت کوي. د سرمشريزي د لومړۍ ورځي په پای کي مېرکل وويل چي د ټيکاو له پاره په رامنځ ته سوو اصولو کي به هيڅ ډول نرمښت ونه منل سي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض