1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه کي د پاتېدو پريکړه به خلک کوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د برخه لیک په اړه خپله بیانیه ورکړه. هغه وویل چې غواړي په هیواد کې په اروپايي ټولنه کي د پاتېدو په اړه ټول پوښتنه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/17QFT
انځور: picture alliance / empics

د دیوید کامرون د چهار شنبې د ورځې بیانیه، تر دې مخکې څو وارې ځنډېدلې وه او ډیر خلک د هغې په تمه ول. کامرون چې د خپل هیواد له محافظه کاره گوند څخه دی، په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه خبرې کړې دي.

هغه د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې که د اروپايي ټولني په جوړښت کې بدولون را نه شي نو هیواد به یې له دې اتحادیې څخه د وتلو هڅه وکړي.

کامرون وویل چې که بیا هم د ټاکنو گټونکي شي، په خپله راتلونکې دوره کې به په اروپايي اتحادیه کې د انگلستان د غړیتوب په اړه یوه ټول پوښتنه تر سره کړي. په دې ترتیب سره ښايي دغه ټول پوښتنه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ تر سره شي.

کامرون چې د تلویزیون له لارې یې خبرې کولې وویل: «دغه ټول پوښتنه به [په اروپايي ټولنه کې] د وتلو او پاتېدو په اړه وي. د دې ټول پوښتني مسوده به تر راتلونکو ټاکنو مخکې جوړه شي. او که محافظه کاره گوند وټاکل شي نو دغه مسوده به معرفي او د همغه کال په پای کې به هغه تصویب کړي. تر دې وروسته به خبرې اترې پای ته ورسوو او ټول پوښتنه به د پارلمان د کار د پیل په لومړۍ نیمایي کې تر سره کړو.»

کامرون زیاته کړه: «د دې وخت رارسیدلی دی چې د بریتانیا خلک د خپل زړه خبره وکړي او د اروپا او بریتانیا په اړه دغه پوښتنه مطرح کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون، وویل چې اوس د دغه شان یوې پوښتني د راپورته کولو له پاره مناسب شرایط موجود نه دي. هغه زیاته کړه: «زه پوهیږم چې ډیر خلک په بېصبرۍ سره دغي پوښتني ته ځواب ورکول غواړي. خو زه فکر نه کوم چې په اوسني وخت کې په دې اړه پریکړه کول د انگلستان او اروپا له پاره یوه ښه موضوع وي.»

پر آزاد بازار باندي ټينگار

دیوید کمرون د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دغه ټول پوښتنه یوازې په هغه صورت کې تر سره کیدای شي چې هغه وشي کولای په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د بیا غړیتوب د شرایطو په اړه خبرې اترې وکړي او دا چې د دغې ټولنې اقتصادي وضع ښه وي. هغه همداراز په اروپا کې د آزاد بازار ستاینه وکړه او ویویل چې که بروکسل د هغه د هیواد شرایط ومني، نو دی غوره گڼي چې په اروپايي ټولنه کې پاته شي.

کامرون په داسې حال کې دغه خبري کولې چې شا ته یې پر یوه ابي رنگه پرده باندې لیکل شوي ول «بریتانیا او اروپا». هغه زیاته کړه: «نن د اروپايي ټولنې اصلي هدف د سولې ټینگول نه دي، بلکې هدف یې د هوسایی تأمینول دی. ستونزي پخپله اروپا کې موجود نه دي، بلکې له بهر څخه موږ گواښي.»

کامرون دې موضوع ته اشاره وکړه چې د راتلونکې د شتمنۍ او کاري فرصتونو له پاره رقابت رارسیدونکی دی. هغه وویل چې په نړۍ کې د نفوذ نقشه د بدلون په حال کې ده. چې د هغه په خبره، په هالند کې کارفرمایان، په آلمان کې کارگر او په بریتانیا کې کورنۍ په ښه ډول احساسوي. پلان شوې وه چې کامرون دغه وینا د جمعې په ورځ د هالند په امستردام کې کړې وای خو هغه په الجزایر کې د برمته نیولو د یوې پېښي له کبله خپله وینا وځنډوله. د برمته نیول شویو کسانو په ډله کې بريتانيان هم شامل ول.

په بهر کې د کامرون پر سیاست باندې نیوکې
 
د اروپايي ټولنې پر وړاندي د کامرون سیاست تر بریتانیا دباندي تر نيوکو لاندي راغلی دی. خو کامرون په خپل هیواد کې هم له ستونزو سره مخامخ دی. هغه باید لومړی د خپل گوند هغه غړي چې د اروپايي ټولني په اړه ښه نظر نه لري ارام کړي. دغه ډله بریتانیايي ساستوال غواړي له اروپايي ټولنې سره په ځینو برخو کې له سره خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان وایي چې که بریتانیا اروپايي ټولني ته شا کړي، نو دا به دې ټولنې ته لویې ستونزي پيښي کړي. ځکه د بریتانیا۵۰ سلنه صادرات د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته تر سره کیږي.