1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان جنوبي قفقاز ته هم لاس غځولی او نور پاروي

۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبه

ترکيه له اذربايجان سره پوځی مانور تر سره کوي چې اصلي رقيب ارمنستان ته يې پوره خبرداری دی. لومړی سوريه، بيا ليبيا، خو اوس انقره غواړي چې د قفقاز جنوب کې هم خپل قدرت وغځوي.

https://p.dw.com/p/3gG5e
Tote bei Gefechten zwischen Armenien und Aserbaidschan
انځور: picture alliance/dUncredited/Armenian Defense Ministry Press Service/PAN Photo/AP/dpa

ترکيه ځان د پخواني شوروي جمهوريت اذربايجان ساتندوی ځواک بولي. د دغو دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره توکميز او ژبني مشترکات لري.‌ د کسپين سمندر ته پراته هېواد اذربايجان تر خپلواکۍ وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د «دوه دولتونه، يو ملت» سیاسي مفکوره رامنځ ته شوه چې باکو او انقره يې د خپلو دوو اړخيزو اړيکو اصلي شعار ګڼي. 
د ۹۰يمو کلونو د نيمايي راهيسې اذربايجان د ارمنستان له ځواکونو سره نښتې کړې دي. دغه نښتې د سرحد په اوږدو کې آخ و ډبونه عين تر اصلي جګړو پورې دي. اصلي ناندرۍ ډېری وخت د غرني قره باغ سيمې په سر وي چې په نړيواله کچه د اذربايجان خاوره بلل کيږي، خو ارمنستان ورته د خپلواک دولت په سترګه ګوري. ارمنستان د دغې سيمې کنترول د ۱۹۹۴ کال راهيسې لري چې تر مخه يې پوځي نښته شوې وه. 
د جولای په ۱۲مه د ارمنستان په شمال کې بيا د دواړو لورو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې. د رسمي معلوماتو له مخې ۱۷ تنه چې اکثريت يې عسکر ول، وژل شوي دي. دواړه هېوادونو پر يو بل يې پړه اچوي. 

انقره د اذربايجان ملاتړ کوي 

انقرې د معمول سره سم د اذربايجان طرف نيولی دی. د ترکیې د دفاع وزير هلوسي آکر پر ارمنستان باندې د دغې پېښې بشپړه پړه اچولې ده: «د آذربايجان د ترکانو کړاو زموږ کړاو هم دی.» په ۲۰۱۶ کال کې د څلور ورځنيو نښتو پر مهال د ترکیې ولسمشر، رجب طيب اردغان، ويلي وو چې د جدي پېښو پر وخت به له اذربايجان څځه «تر پايه پورې» ملاتړ وکړي. دا ځل البته يوازې د اګست مياشتې د لومړۍ تر لسمې نېټې پورې ګډ پوځي مانورونه تر سره کيږي. خو انقره د اقتصادي عواملو له کبله د کسپين سمندر په اوږدو پروت د اذربايجان ملاتړ کوي. 

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د ګرجستان سره يو ځای اذربايجان د ترکیې له پاره د انرژۍ د لېږدولو يو مهم دهليز دی. د دغو دوو هېوادونو په اوږدو د ګازو درې مهمې نلليکې تېريږي چې د کسپين سمندر ګاز ترکيې ته رسوي. اذربايجان په وروستيو کلونو کې د ترکيې د انرژۍ يو تر ټولو مهم سمبالونکی جوړ شوی دی. د دې علت دا دی چې انقره په ډېرېدونکي ډول هڅه کوي چې د روسيې په ګازو پورې وابستګي راکمه کړي. تر اوسه ترکیې ته له روسيې څځه د «بلو ستريم» پايپ لاين په واسطه ګاز رسېدل. خو د «ترکيش ستريم»‌ په نوم نوې نلليکې اوس تقريبا دوه برابره زيات ظرفيت لري. 
 
يو ځل بيا انقره او مسکو يو د بل په وړاندې ولاړ دي 
 
کېدای شي دا د انقرې يوه ستراتيژيکه اشتباه وي: که د ليبيا کورنۍ جګړه او يا د شمال لويديځې سوريې د ادليب سيمه وي. د انقرې او مسکو دريځونه ډېر سره لرې او متفاوت دي. د اذربايجان او ارمنستان په کړکېچ کې هم د دواړو سيمه يزو قدرتونو علايق يو د بل پر ضد دي. دا چې انقره په سيمه کې ځان د اذربايجان ساتندوی ګڼي، د کريملين له خوا په غوسې سره څارل کيږي. د روسيې د چارو ترکی کتونکی، کريم هاس له مسکو څخه په دې نظر نه دی چې د اګست په لومړۍ نېټه شروع کېدونکی پوځي مانور به د انقرې او مسکو تر منځ ترينګلتيا رامنځ ته کړي.‌ خو دغه حالت کېدای شي ډېر ژر بدلون هم پيدا کړي: «داسې شواهد په ډېرېدو دي چې د ترکیې حکومت غواړي په اذربايجان کې دايمي پوځي اډه جوړه کړي.» دغه خبره ښايی د انقرې او مسکو تر منځ د جدي کړکېچ خطر ډېر کړي. 

د روسيې د حکومت له خوا د انقرې په وړاندې د شک او ترديد علت دا دی چې مسکو هم غواړي په ياده سيمه کې سوداګري وکړي. د روسيې د انرژۍ شرکتونه لکه ګازپروم ارمنستان او د غرني قره باغ سيې ته د ګازو په لېږد کې انحصاري قدرت لري. د دې تر څنګ روسيه ځان د ارمنستان ساتندوی ځواک بولي چې د اذربايجان اصلي دښمن هېواد دی. د ۱۹۹۵ کال راهيسې روسي ځواکونه هلته يوه پوځي اډه هم لري چې د ترکیې له سرحد څخه يوازې ۱۵ کيلومتره لېرې ده. 
 
دانيل دريا بلوت، دېګېر اکال، هلال کويلو