ارجنټاين خپله لومړۍ لوبه وگټله
د فوټبال د نړيوال جام د سياليو په E گروپ کي سويس او ايکوادور ولوبېدل او په دوهم لوبه کي بيا فرانسې له هندوراس سره لوبه وکړه. په F گروپ کي بيا ارجنټاين له بوسنيا هرڅوگووينا سره ولوبېد.
د F گروپ پله لومړۍ لوبه کي ارجنټاين بوسنيا هرڅوکووينا ته دوه يو ماته ورکړه. لوبه د ريو دي ږانيور ښار په ماراکانا لوبغالي کي ترسره سوه. په دغه لوبه کي د بوسنيا لوبډله تر ارجنټاين چي دوه واري د نړی اتل سوی دی ښه ځلېده.
د لوبي د لومړۍ نيمايي په دريمه دقيقه کي د بوسنيا لوبډلي په ناپامي کي توپ خپل گول ته ننيست او لوبه يو صفر د ارجنټاين په گټه روانه سوه. خو د بوسنيا لوبډلي هر گړی د ارجنټاين دفاع ماتوله او احساس کېدی چي لوبه نوره هم توديږي.
د بوسنيا ترينر د لوبي ترمخه وويل چي دی په ميدان کي د ميسي د راگرځولو له پاره هيڅا ته هم ځانگړی پلان ورکړی نه دی. خو دغه نړيوال ستوری په هره شيبه کي له دواړو اړخونو کلابند کېدی.
تر ۶۵ دقيقې پوري مسي داسي ښکارېدی لکه تړل سوی چي وي، خو وروسته هغه په يوازي سره له تقريباً ۱۶ ميترو څخه خپل گول وواهه. تر وروسته نو داسي ښکارېده چي د بوسنيا دفاع دي ماته سوې وي.
خو د لوبي په ۸۵ دقيقه کي بوسنيا هم يو گول وواهه او لوبه دوه يو د ارجنټاين په گټه پای ته ورسېده.
فرانسې خپله لومړۍ لوبه له هندوراس څخه درې صفر وگټله. فرانسه د ۲۰۱۰ کال په نړيوالو لوبو کي په گروپي بازيو کي لا له سياليو ووتله.
د فرانسې او هندوراس لوبه په لومړ سر کي د بدني قوت ازمويني ته ورته وه. او تر ډېره ځايه د هندوراس گول ته نژدې لوبه روانه وه.
د لوبي د لومړۍ نيمايي په وروستيو شېبو کي د هندوراس لوبغاړو د خپل گول مخ ته د فرانس له لوبغاړي سره فول وکړ او پينالتي سوه. فرانسوي لوبغاړي کريم بينزيما لوبه يو صفر په خپله گټه کړه.
د لوبي په دوهم نيمايي کي بيا هم د بينزيما تر شوټ وروسته د هندوراس گولکيپر توپ خپل گول ته ننيست او لوبه دوه صفر د فرانسې په گټه روانه سوه. خو څو دقيقې وروسته بينزيما دريم گول ولگاوه او فرانسې خپله لومړۍ لوبه درې صفر وگټله.
د سويس او اکوادور ترمنځ لوبه په دې جالبه وه چي سويس تر اوسه پوري د لاتين امريکا له يوه تيم څخه لوبه گټلې نه وه.
د لوبي لومړی گول د اکوادور لوبغاړو وواهه او داسي ښکارېده چي ډېر ژر به بل گول هم ووهي.
خو د لوبي په دوهمه نيمايي کي څو دقيقې وروسته سويس گول ورکړ او لوبه يو يو روانه سوه.
د سويس لوبډله دقيقه په دقيقه لوبه کنترولوله او د لوبي په اضافي وخت کي يې خپل دوهم گول هم وواهه او په دې سره يې په خپله لومړۍ لوبه کي درې نمرې خپلي کړلې.