اته انځورونه چې نړۍ ته یې ټکان ورکړ
څرنگه چې د میلیونو کډوالو له پاره چې د خپلو هیوادونو له ناخوالو څخه د تيښتې هڅه کوي، د یوه مړ شوي ماشوم انځور یو تمثال گرځیدلی دی، دلته نور اته یادگاري انځورونه نندارې ته وړاندې کیږي چې د نړیوال سیاست سمبول گرځیدلي دي.
د ناپالم نجلۍ
وروستې له هغې چې د ناپالم یو بم د سویلي ویتنام په یوه کلي ولگید، ویریدلي ماشوم تيښته کوي. په انځور کې لوڅه نهه کلنۍ نجلۍ پان تايي کیم فوک، د خپلو سوځیدلي کالیو په ایستلو سره ځان وژغوره. هغه اوس هم ژوندۍ ده او په کاناډا کې ژوند کوي. دغه انځور د ویتنام د جگړې په هکله عامه افکار تر اغیز لاندې راوستل. عکاس نیک اوت، په ۱۹۷۳م کال کې د «پولیتزر» جایزه وگټله.
په خاورو دوړو لړلې میرمن
په خاورو دوړو ککړې دغې میرمن هڅه کوله چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې په یوولسمه نیټه په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له ودانیو سره د الوتکې تر جنگیدو وروسته وتیښتي. دا د تروریستي حملو یو څرگند انځور گرځیدلی دی. مارسي بورد چې پر دوړو لړلې میرمن په نوم یې شهرت وموند د ۲۰۱۵م کال د اگست میاشتې په ۲۶ نیټه د ۴۲ کلونو په عمر مړه شوه. هغې د معدې سرطان درلود، چې پر هغې یې د دغې غمیزي وروستی اغیز کړی وو.
د ټانک پر وړاندې
د ۱۹۸۹م کال د جون میاشتې پر پنځمه نیټه یو سړی د ټانکونو مخې ته ودریدو او ټول کتار یې ودراوه. دا پیښه یوه ورځ مخکې له هغې رامنځ ته شوه چې د چین پوځ د پیکینگ په تیانامن میدان کې احتجاجونه د برچې په زور وټکول. د دغه نامعلومه احتجاج کوونکي کس هویت او برخلیک هیڅکله په ډاډمنه توگه معلوم نه شو. لږ څه وروسته له هغې چې عکاس جیب وایدنر دغه استثنایي او جرآتمندانه احتجاج عکاسي کړ هغه له دغه ځای یوړل شو
د بینو اوهنیسورگ مرگ
د ۱۹۶۷م کال د جون میاشتې پر دوهمه نیټه د ایران د پاچا د رسمي سفر پر ضد پولیسو د احتجاج مخه په زور سره ونیوله. آلمانی محصل بینو اوهنیسورگ، په دغه ورځ د یوه پولیس په ډز ووژل شو. د هغه مرگ د ۱۹۶۰م لسیزي په وروسیتو کې په آلمان کې د کیڼ اړخه غورځنگ د تندلاري کیدو سبب شوو. دغه مهال د بینو اوهنیسورگ، میرمن امیندواره وه.
د جان اف کېنډي قتل
د ۱۹۶۳م کال په نومبر میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر جان اف کېنډي د ټیکساس ایالت په ډلاس کې هغه مهال ووژل شو چې د تشریفاتو په موټر کې روان وو. ابراهام زاپرودر دغه شیبه په خپله کمره کې هغه وخت محفوظه کړه چې د ولسمشر د تیریدو پر مهال یې فلم اخیسته.
د مونشن ډله ییزه وژنه
په ۱۹۷۲م کال کې د آلمان په مونشن ښار کې د اولمپیک سیالیو پر مهال د اسرائيلو د المپیک ټیم ۱۱ غړي لومړی برمته ونیول شول او بیا وروسته د «تور سپتمبر» نومې فلسطیني ډلې له لوري ووژل شول. په دغه انځور کې لیدل کیږي چې یو برمته نیونکی له برنډې څخه لاندې گوري.
افغانه نجلۍ
عکاس سټیو میک کیوري، چې کوم انځور اخیستی دی په ۱۹۸۵م کال کې په «نیشنل جیوگرافیک» مجله کې خپور شو. که څه هم دغه انځور په پاکستان کې د یوې افغانې نجلۍ ژوند نه ښيي خو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال مشهوره بیلگه وگرځیده او په نړیواله کچه یې د مهاجرو پر برخلیک اغیز واچو. دغه ۱۲ کلنې نجلۍ 4تر ۲۰۰۲ کال پورې چې د هستوگنې ځای یې پیدا شو نا پيژندل شوې پاتې وه. شربت گلې خپل عکس مخکې نه وو لیدلی