ابراهيمي: د سوريې وضعه لا خرابیدای شي
۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبهاخضر ابراهیمي د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) د سوریې له ولسمشر بشارالاسد، سره تر لیدو وروسته له خبريالانو سره خبرې وکړې. ابراهيمي وويل: «دغه کړکیچ چې مخ په خرابیدو دﺉ، نه يوازې د سوريې د خلکو بلکې د ټولې سيمې او ان نړۍ له پاره یو گواښ دﺉ.»
ځانگړي استازي په خپلو څرگندونو کې زياته کړه: «ولسمشر بشارالاسد تر ما (احضر ابراهيمي) پر دې ښه پوهیږي چې د سوريې لانجه پر ټولې سيمې باندې اغیزه لري او دا چې دغه کړکیچ د سيمې له پاره يو گواښ دﺉ.»
په همدې حال کې د سوريې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي دي: «ولسمشر (بشارالاسد) يو ځل بيا خپل دريځ روښانه کړی دﺉ چې د سوريې د کړکیچ د حل له پاره د نړیوالو له جدي هڅو سره به همکاري کوي.»
په دغه اعلاميه کې زياته سوې ده چې اسد له ابراهيمي سره د خبرو پر وخت بيا پر دې موضوع باندې ټينگار کړی دﺉ چې له بهرنيو هيوادونو څخه سوريې ته د وسلو د لېږد او د «ترهگرو د ملاتړ» مخه باید ونيول شي.
ابراهيمي چې سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړی استازی دﺉ، تر دې مخکې ویلي وو چې د سوريې د لانجې د حل له پاره به خپل پوره کوښښ وکړي. ابراهيمي د ځانگړي استازي دغه دنده د کوفي عنان تر استعفأ وروسته پر غاړه اخيستې ده.
د الجزايرو پخوانی سياستوال ابراهيمي، د زيارت په ورځ (د سپتامبر ۱۳مه) دمشق ته رسیدلی وو. نوموړي يوه ورځ وروسته د سوريې د رژيم له مخاليفينو سره هم وليدل. د دموکراتيک بدلون له پاره د ملي انسجام کمیتې په نوم د دغې ډلې رئيس حسن عبدالعظيم، د دغې ليدنې په هکله وويل: «موږ ښاغلي ابراهيمي ته وويل چي... موږ به د بحران د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو، د تاوتريخوالي او وژنو د پای ته رسولو، د بنسټيزه درملنې د اسانتیا په برابرولو او د سياسي بنديانو د ازادولو له بهیرونو سره پوره مرسته وکړو.»
عبدالعظيم په پام کې لري چې ډېر ژر چين ته سفر وکړي. هغه به د دې هیواد له چارواکو سره هم وویني. په عينې حال کې د سوريې ياغيانو ويلي دي چې د حلب او ادلب په ښارونو کې له حکومتي ځواکونو سره په سختو نښتو کي لږ تر لږه ۳۵ انسانان وژل شوي دي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش