آیا د نواز شریف سیاسي سفر پای ته ورسید؟
۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعهد جمعې ورځې د محکمې پریکړه له دې کبله ډیره مهمه ده چې په پاکستان کې څو میاشتې وروسته پارلماني انتخابات کیږي او د نواز شریف ګوند «پاکستان مسلم لیګ نون» د دغه هیواد یو ستر سیاسي قوت انګیرل کیږي. د محکمې د پریکړې له مخې نواز شریف ټول عمر په سیاست کې برخه نه شي اخیستلای.
دغه پریکړه د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیز پلاوي کړي ده. د یادولو وړ ده چې ۶۸ کلن پخوانی صدراعظم نواز شریف درې وارې د دغه هیواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسیدلی دی. خو د تیر کال د سترې محکمې پریکړې نه یوازې نواز شریف د صدراعظمې له څوکۍ لیرې کړ، بلکې د پارلمان غړیتوب یې هم ځني اخيستی.
د محکمې تر دغي پریکړې وروسته په لاهور کې له نوموړې ټاکنیزې حوزې څخه د ضمني انتخاباتو په ترڅ کې د نواز شریف میرمن دغه پارلماني څوکۍ وګټله.
تر هغې وروسته محکمې په یوه جلا پریکړه کې نواز شریف د سیاسي ګوند له مشرتوب څخه هم محرومه کړ.