1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د روهنګیا مسلمانانو د تاریخ د له منځه وړلو هڅه کیږي؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

په میانمار کې د راخين ایالت له فضا څخه په اخیستل شویو انځورونو کې د روهنګیا مسلمانانو ویجاړ شوي کلي لیدل کیږي. دغه انځورونه د هغو تورونو پخلی کوي چې ویل کیږي د تاریخ له صفحې څخه د روهنګیا مسلمانانو د ختمولو هڅه کیږي.

https://p.dw.com/p/2sfnR
Myanmar Gewalt zwischen Rohingya Muslime und Buddhisten
انځور: Reuters

د تیر کال په اګست میاشت کې د مسلمان اقليت پر وړاندې د میانمار پوځ له خوا تر پیل شویو عملیاتو وروسته تر اوسه پورې نږدې ۷۰۰ زره روهنګیا مسلمانان ګاونډي هیواد بنګله دیش ته مهاجر شوي دي.

په ظاهره کې دغه عملیات د پولیسو پر پوستو د یاغیانو تر بریدونو وروسته پيل شوي ول. د ملګرو ملتونو سازمان دغه سرکوبونه د روهنګیا مسلمانانو نسلي تصفه بللی وه او په سختو الفاظو یې غندلی وه.

د بشري حقونو سازمانونه دا هم وایې چې په راخين کې د روهنګیا مسلمانانو په لسګونو کلي، جوماتونه او ملکیوتونه په منظم ډول له منځه وړل کیږي، تر څو د خپل پلرني ټاټوبي سره د دوی رشته یا پيوند ختم کړای شي.

په میانمار کې د اروپایې اتحادیې سفير کرستیان شمټ، په خپل تویتر کې داسې ویرونکي انځورونه خپاره کړي دي، چې په هغې د روهنګیا د ویجاړو شویو کلیو سربیره د بلدوزر په وسیله د دوی هوار شوي سیمې هم ښودل کیږي.

د پوځي عملیاتو په ترڅ کې سوځول شوي کلي د بلدوزرونو په وسیله په بشپړ ډول تخريب شوي دي. په داسې شکل سره چې د ودانیو سربیره حتی د ونو نښې نښانې او آثار هم لمنځه وړل شوي دي.

په راخين سیمه کې د «آراکان پورجیکټ» په نوم د یوه غیر دولتي سازمان مشر کرس لیوا، ویلي دي: «روهنګیا مسلمانان به د خپلو ویجاړو شویو کلیو په لیدلو سره روحي صدمه وويني.»

د میانمار پر حکومت لګول شوی دا تور چې هلته په منظم ډول د روهنګیا مسلمان اقلیت د تاریخ د ختمولو هڅه کیږي، کومه نوې خبره نه ده. تیر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دا هم ویلي وو چې د پلان له مخې د روهنګیا مسلمانانو جغرافیوي تاریخ او یادګارونه له منځه وړل کیږي.