1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د سترو گوندونو د خبرو په نتيجه کې به حکومت جوړ شي؟

۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د آلمان درې ستر گوندونه د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره موافقې ته رسیدلي دي، آن تر دې چې د وزارتونو د ويش په برخه کې هم يووالی تر سترگو کيږي. خو د یو نوي ائتلافي حکومت لپاره پریکړه د سوسیال دیموکرات عام غړي کوي.

https://p.dw.com/p/2sEwY
Berlin Koalitionsverhandlungen von Union und SPD Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په اصل کې بايد د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې اترې لا د يکشنبې په ورځ پای ته رسیدلې وای. خو پر ځينو موضوعاتو د نظر د اختلاف له کبله دغه خبرې اترې تر نن ( چهار شنبې د ۲۰۱۸ فبروي اوومه) پورې  وځنډيدې او بالاخره  خبرو اترو کې شريک گوندونه د نوي ائتلافي حکومت په اړه روغې جوړې ته ورسیدل. د مسيحي سوسيال، مسيحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات گوندونو استازو د رويترز خبري  آژانس ته ویلي چې «په اصل کې خبرې اترې پای ته رسيدلي دي.»

د رسنيو د رپوټونو په حواله د خبرو اترو په وروستي پړاو کې د وزارتونو د ويش په اړه گوندونو سره هوکړې ته رسيدلي دي. زياته شوې چې د مالیې، بهرنيو چارو  او کار وزارتونه به د سوسيال ديموکرات گوند سره پاتی شي خو د وزیرانو نومونه نه دي په ډاگه شوي. مسيحي سوسيال گوند به د کورنيو چارو وزارت ترلاسه کړي، څرنگه چې د گوند مشر هورست زيهوفر به د کورنيو چارو نوی وزیر وي.

مسيحي ديموکرات گوند به پر نورو سربيره د اقتصاد او دفاع وزارتونه ترلاسه کړي. زياته شوې ده چې همدا نن به پر يو څو پاتو ټکو هم سلا مشورې ترسره شي. 

خو د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند په حکومت د شامليدو دا هوکړه د دوی وروستۍ پريکړه نه ده. ځکه په دې هکله  وروستی تصميم يوازې سياستوال نه شي نيولای بلکې د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند کابو ۴۵۰ زره غړي به پريکړه کوي چې آیا گوند یې په حکومت کې شامل شي او که په اپوزیسيون کې پاته شي، څرنگه چې یې د پارلماني ټاکنو وروسته ويلي ول.

 خو د سوسيال ديموکرات گوند کوم غړي په دې رای گيرۍ کې برخه اخيستلای شي؟ 

سوسيال ديموکرات گوند  په آلمان کې کابو دوه میاشتې تر مخه  ۴۴۳،۱۵۲  غړي لرل چې له هغه راهيسې په زرونه نور هم په دې گوند کې شامل شوي دي. په دوی کې پر نورو سربيره هغه غړي هم شامل دي چې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو سره يو وار بيا په ائتلاف کې شامليدل نه غواړي.  اوس هغه کسان چې د غړي په توگه ثبت دي په دې هکله په تصميم نيولو کې برخه اخيستلای شي چې گوند یې په حکومت کې شامل شي او که نه.

Außerordentlicher SPD-Parteitaga Abstimmung
انځور: Reuters/W. Rattay

په دې گوند کې سړی د ۱۴ کالو عمر ته تر رسيدو وروسته شامليدلای شي. دا په دې معنا چې هغه کسان هم چې لا په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلای. په دې گوند کې د شامليدو له پاره سړی آلماني تابيعت ته اړتيا نه لري.

 آیا دا چې د گوند غړي د یوې پریکړې لپاره تصمیم ونیسي، له ديموکراسۍ سره سمون لري؟

په دې هکله دمگړۍ ډير بحثونه روان دي. پلويان یې وايي چې گوندونه یې په غړيو ژوند وي او دا ډيره مهمه ده چې دوی په پريکړو کې شامل کړل شي. خو د دې مخالفت هم کيږي. آلمان د پارلماڼي استازیتوب پر بنسټ او پارلماني ديموکراسي لري. کابو ۴۷ ميليونه وگړو یې د تیر میلادي کال د سپتمبر مياشت کې د آلمان د پارلمان غړي وټاکل. همدا ټاکل شوي کسان د ولس استازي دي او د حکومت په هکله پريکړه کولای شي.

سربيره پر دې په دې اړه هم شکونه موجود دي چې آيا دا کار په قانون برابر دی او که نه. دمگړۍ د آلمان د اساسي قانون په محکمې کې د دې پر ضد پنځه دعوې شوې چې دوه یې د چټکې حقوقي پروسې وروسته رد شوي دي.

داسې نه ده چې د آلمان ټول گوندونه په دا ډول پوښتنو کې خپلو غړيو ته د پريکړې حق ورکوي. د مثال په توگه مسيحي اتحاد خپلو غړو ته دغه حق نه دی ورکړی.

که څه هم چې په قوانینو کې د غړيو سروې شتون لري خو دا کار د فدرال په اړه د پريکړو پر وخت نه کیږي. مسيحي سوسيال گوند خپله لومړۍ نظر پوښتنه په ۲۰۱۶ م کال کې کړې وه.

 که چیرې د سوسيال ديموکرات گوند غړي د ائتلاف د تړون پر ضد رای ورکړي نو څه به کيږي؟

زياتره وخت ويل کيږي چې «بيا به نوې ټاکنې کيږي.» خو دا دومره ساده نه ده. پارلمان پخپله نه شي منحليدلای او نه هم صدراعظمه ميرکل او نه د سوسيال ديموکرات گوند مشر مارتين شولڅ د نويو ټاکنو وړاندیز کولای شي. دا د ثبات د تضمين او د څو ځلي ټاکنو د مخنيوي په موخه په قانون کې درج شوي دي.

که چیرې حکومتي ائتلاف رامنځته نه شي نو بيا به ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير لاس په کار کيږي. دی يوازينی تن دی چې کولای شي د ټاکنو له پاره يوه کانديده يا کانديد معرفي کړي. 

د نويو ټاکنو د مخه به لومړی د پارلمان استازي صدراعظم يا صدراعظمه انتخابوي او په دې همدې پايلو پوره اړه لري چې مخکې به څه پيښيږي. 

Zarbakhch (B.S/B.H)

زموږ له آرشيف څخه: