1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا روسيه په مرکزي آسيا کې د پوځي اډو څخه گواښ احساسوي؟

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

د جمعي امنيت د تړون د سازمان غړو هیوادونو په خپله یوه غونډه کې داسې فیصله کړې چې له مخې به يې غړي هيوادونه پرته د روسيې د خوښې په خپل هيواد کي یو بل هيواد ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/13btG
د جمعي امنیت د غړو هیوادونو مشران
د جمعي امنیت د غړو هیوادونو مشرانانځور: picture-alliance/dpa

دا د نوموړي سازمان د وروستۍ سرمشريزي يوه پايله وه چي د دسمبر په ۲۰مه نېټه په ماسکو کي جوړه سوې وه.

د جمعي امنيت د تړون په سازمان کې روسيه، ارمنستان، سپينه روسيه، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان غړيتوب لري. د دغه تړون موخه د غړو هيوادونو د بشپړ امنيت او خپلواکۍ ساتنه ده.

د نوموړي سازمان په دوو غړو هيوادونو کې د مخه لا د درېمو هيوادونو پوځي اډې موجودې دي. پدې ترځ کي د متحده ايالتونو يوه پوځي اډه د قرغيزستان په ماناس او د المانانو يوه اډه د ازبکستان پر ترمذ کې ځای پر ځای ده.

د دې تر څنګ د فرانسې قواوي د تاجکستان پر يوه پوځي هوايي ډګر کې د ناستي حقوق لري. په عيني حال کې روسيه د جمعي امنيت د تړون په دریو غړو هيوادونو کې پوځي اډې لري. دغه د قرغيزستان، تاجکستان او ارمنستان هيوادونه دي.

د ماسکو په سرمشريزه کې د دې په حق کې توافق رامنځ ته سوی چې که یو غړی هيواد دريم هيواد ته د پوځي اډې د جوړولو اراده لري نو به د سازمان د نورو ټولو غړو رضايت تر لاسه کوي. دغې پرېکړي نه خو په روسیه کي او نه هم په لوېديځه نړۍ کي زياته توجه ترلاسه کړې ده. هغه پداسي حال کې چې د افغانستان څخه د نړیوال ائتلاف د وتلو وروسته دغه تړون ډېر مهم رول لوبوي.

د پوځي چارو روسی کارپوه، اليکزانډر ګولڅ، وايي چې روسيه د دې څخه ویره لري چې د بهرنيو هيوادونو د پوځي اډو تر منځ محاصره نه سي. ګولڅ اټکل کوي کله چې امريکا د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي نو به د دې کوښښ هم وکړي چې د تاجکستان او ازبکستان څخه خپلې اډې هم وباسي. د ګولڅ په وينا دا به د روسيې لپاره يو ډېر خطرناکه کار وي ځکه چې په دې توګه د توندلاره اسلامپالنې څپې د روسيې تر پولو وررسېدلای سي.

د مرکزي آسيا د چارو کارپوه، ارکادي دُبنوف، بيا وايي چې د ماسکو د سرمشريزي زیات اهميت نسته. نوموړی وايي چي د دغو پرېکړو يواځینی مقصد د روسيې خوشحاله کول دي خو په عمل کې ښايي خبره داسي نه وي.

دُبنوف وايي چې که امريکا د ازبکستان څخه د اډو ځای وغواړي نو به ازبک ولسمشر، اسلام کريموف، هيڅکله هم د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمانوف او د سپينې روسيې دولتي مشر الکزاندر لُکاشېنکوف نظر ته انتظار ونه کړي.

کار پوهان وايي چي د جمعي امنيت د تړون د سازمان غړو يوازې د روسيې د غوښتنې له کبله دا توافق کړی دی خو ښايي هر دغه غړی هيواد په اصلي وخت کي د دغه مکلفيت څخه د وتلو يوه لاره پيدا کړي.

میخایل بشوف/ احمدولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض