1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ديونان پر دولتي افلاس سربيره به يورو ثابته پاته سی

۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

په مالي بازارونو کې داسی اټکلونه جريان لري چې کله به يونان له افلاس سره مخامخ کيږي . په دې ترڅ کې د اروپايي ټولنی حکومتونه هم په دې مساله ناندريز بحثونه کوي چې له دغه هېواد سره څنګه مرسته کولای شي

https://p.dw.com/p/Mcqg
انځور: picture-alliance/dpa

د پنج شنبې په ورځ د اروپايي هېوادونو مشران په بروکسل کې سره راغونډ شوي وو. د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل تر اوسه پوری ددې سره مخالفت لري چې له يونان سره د مالي مرستې په هکله خبری وشي .

«يونان له بشپړ افلاس سره مخامخ نه دی . ځکه نو د مرستو په هکله د بحث پوښتنه راپورته کول پکار نه ده . زما دپاره مهمه ده چې بازارونه ثابت پاته شي . د مالي مرستو خبره د پنج شنبې د غونډې په اجندا کې نه راځي، ځکه چې يونان پخپله وايي چې اوسمهال مرستو ته اړتيا نه لري .«

که په بروکسل کې د غونډې نتيجه هر څنګه وي، خو څرګنده ده چې د يونان ستونزی د يورو د پولي واحد نور غړي هېوادونه هم بوخت ساتي . د تيوبينګن په پوهنتون کې د ملي اقتصاد د چارو د متقاعد پروفيسر، يواخيم ستارباتي په اند، اوسنی حالت د دې ثبوت دی چې د يورو هېوادونه هومره متفاوت دي چې بايد يو ګډ پولي واحد ونه لري . ستارباتي په 1997 کال کې له درې تنو نورو پروفيسرانو سره يو ځای د آلمان د سترې محکمې په وړاندی د يورو د پلي کېدو په خلاف دعوه کړې وه. نن دی خپل پخواني ځيني دلايل تاييد شوي ګڼي :

«کله چې د يورو واحد رامنځته شو، نو د بېلو اقتصادي سيستمونو لرونکي هېوادونه هم ورګډ شول . هغه ځيني داسی هېوادونه وو چې شرايط يې پوره کړي او ثابت وو، خو نورو هېوادونو ته بايد د شک په سترګه کتل شوي وای. د پولي واحد ټولنې ته د داخلېدو لپاره شرطونه موجود وو. دغه شرطونه ډېر ضعيف او زړه نازړه پلي شوي او يا هېڅ کتل شوي هم نه دي . ځکه نو داسې هېوادونه هم ورسره يو ځای شوي دي چې د مختلفو اقتصادي او ټولنيز سياسي دريځونو له امله سره ښه نه جوړيږي.«

د اروپا پولي اتحاد د تعريف له مخی د اسعارو د نرخونو بدلون ردوي او دغه ستونزه يوازی ملي اقتصادونو پوری اړه لري . دا د آلمان د فدرالي بانک د مشر هلموت شليزينګر يو نظر دی چې وايي:

«ملي اقتصادونه بايد پخپله هڅه وکړي چې له نورو ملګرو هېوادونه سره همګامه پاته شي، په تېره بيا د انفلاسيون، د معاشونو د کچې په تعين او د دولت په مالي چارو کې د برابرۍ په برخو کې.«

يونان، ايټاليې، هسپانيې او پرتګال په کالونو کالونو د اروپا له پولي اتحاد څخه ګټه پورته کړې ده . هغوی د يورو په برکت د پام وړ اقتصادي وده هم کړې ده . په داسی حال کې چې اقتصادي پرمختګ په ټپه دريدلی دی، خو د دغو ستونزو پايلې ايله اوس ليدل کيږي .

رالف وينکل/نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري