آلمان: یو سړي یوه ښځه او زوی د اورګاډي مخې ته ټېله کړې
۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبهد فرانکفورت د پولیسو د سرچینو په حواله، یوه مور او اته کلن زوی یې د ایریتریا هیواد د یوه افریقايي سړي له خوا پرته له کوم دلیل څخه د چټک اورګاډي پټلۍ ته ګوزار شوي دي. پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې اورګاډی د حرکت په حال کې وو. په دې ترڅ کې اته کلن ماشوم تر اورګاډي لاندي او وژل شوی دی. پولیسو د پیښې عامل نیولی دی.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د دې ماشوم مور چې څلویښت کلنه ده، توانیدلې ده چې خپل ځان وژغوري خو د ماشوم په ژغورلو نه ده توانیدلې. د پیښې شکمن عامل لومړي په تیښته بریالی شوی وو، خو بیا وروسته پولیسو هغه ونیو.
د پولیسو ویاند ویلي دي چې تر دې پیښې وروسته د فرانکفورت د مرکزي تماځاي یو شمیر پټلې تړل شوې وې. شکمن کس ایریتریا دی. پولیسو ویلي دي چې د دې پیښې عامل، له قرباني ښځې او ماشوم سره مخکیني پیژندګلوي او اړیکه نه لرله.
دا په وروستیو وختونو کې د اورګاډي پټلۍ ته د بیګناه کسانو د ګوزارولو دویمه پیښه ده. د جولای پر۲۰مه نیټه هم په نارد راین ویستفالن ایالت کې یوه ۳۴ کلنه ښځه د اورګاډي پټلي ته ګوزار شوه چې له همدې کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې پیښه کې یو ۲۸ کلن تورن کس اوس بندي او تر څیړنو لاندې دی.
(ms/nz (dpa