د تروريزم په تړاو د افغان مهاجرو پر ضد قضايي څيړنو ډیرې شوي
۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبهآلمان کې د تير ميلادي کال د لمړيو لسو مياشتو په دننه کې د بهرنيو اتباعو پر وړاندې په ټوليزه توګه د قضايي تحقيقاتو، ۹۵۲ دوسيې خلاصې شوي دي. دغه معلومات د د آلمان حکومت د «آلمان له پاره د بديل» ګوند (اې. اف. دې) د پوښتنې په ځواب کې ورکړي، کوم چې د جمعې په ورځ خپاره شوي دي.
په ۲۰۱۷م کال کې آلمان کې د افغان مهاجرو پر وړاندې ۲۹۹ مورده قضايي تحقيات ترسره شوي دي. دغه تحقيقات، د يوې تروريستي ډلې سره د غړيتوب او يا هم د يوې تروريستي ډلې د جوړيدو په تور ترسره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د افغان مهاجرو پر وړاندې يوازې ۲۲ مورده قضايي تحقيقاتو شتون لرود.
همدا ډول د ۱۰۳ پاکستانيو او ۱۸۰ سوماليايي اتباعو پر وړاندې هم تحقيقات ادامه لري. له دې ډلې څخه يو شمير کسانو يې په خپله په داوطلبانه توګه ځانونه د آلمان پوليسو ته معرفي کړي دي چې په دې ترتيب يې پر وړاندې قضايي دوسيې پيل شوي دي.
مهاجر خپله ځان تروريستان معرفي کوي
د آلمان د زاکسن ايالت د عدلي چارو وزير سبستين ګيمکوف، چې د مسيحي دموکرات ګوند (سي. دي. يو) څخه دی، په سپتمبر مياشت کې يې رپوټ ورکړ، چې د هغو پناه غوښتونکو شمير مخ په ډيريدو دی کوم چې ځانونه داسې معرفي کوي چې دوی په خپل هيواد کې جنګيالي او یا هم د يوې جنګيالۍ ډلې غړي ول. دغه افراد داسي انګيري چې په دې کار سره به يې د قبولۍ چانس زيات وي. سوريايي مهاجر بيا په اکثرو موارد کې په آلمان کې د ميشتو نورو سوريايي مهاجرو له لوري معرفي کيږي.
د آلمان فدرالي حکومت د معلوماتو پر اساس، د تيرکال په لمړيو لسو مياشتو کې د سوريايي مهاجرو پر وړاندې ۱۶۲ مورده قضايي تحقيقاتو ادامه لرله. تر هغه يو کال دمخه دغه شميره ۶۳ مورده وه.
د آلمان لويې څارنوالۍ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ مياشتي له لمړۍ د نوامبر مياشتې تر لمړيو پورې، په دوو مواردو کې د دعوا اقامه وکړه. ۳۹۹ دوسيې ايالتونو ته سپارل شوي دي او ۴۶۰ دوسيې تړل شوي دي.
د «آلمان له پاره بديل» ګوند يوازې د تورنو بهرنيانو په اړه پوښتنه کړې وه. د آلمان په پارلمان (بوندس تاګ) کې د دغه ګوند استاځي انتون فریزن وويل: «دغه وحشتناک ارقام ثابتوي چې زموږ د هيواد پولې په بشپړه توګه د آلمان فدرالي حکومت له کنترول څخه بهر دي.»