1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي کابل ته یوه بله ډله رد شوي مهاجر اخراج کړي

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

آلمان په پام کې لرې يوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر کابل ته اخراج کړي. له ۲۰۱۶م کال راهيسې له دغه هيواد څخه کابل ته په کراتو د ردشوو مهاجرو ډلييز پروازونه ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/34Ueb
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: Reuters/R. Orlowski

په افغانستان کې ورځ تر بلي د امنیتي وضعیت پر خرابيدو سربیره په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ په نیمایي کې يوه بله ډله رد شوي افغانان له آلمان څخه خپل ټاټوبي ته اخراج شي. دغه خبره په افغانستان کې یوې حکومتي سرچیني او همداشان په آلمان د مهاجرو فعالانو تائید کړې ده.

 د بایرن ایالت د مهاجرو له شورا څخه شتیفن دون ولد، ویلي دي چې دغه الوتکه به د سه شنبې په ماښام د مونشن له هوايي ډگره والوزي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د مهاجرو چارو وزارت یوه کارکوونکي دا خبره تائید کړې ده چې د راتلونکي میلادي اوونۍ په نیمایي کې کابل ته د دغې الوتکې د وررسیدو تمه کیږي.

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې څخه تر اوسه پوري په ۱۵ پروازونو کې ۳۵۰ رد شوي افغانان خپل هیواد ته استول شوي دي. له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه په افغانستان کې د افراطي طالبانو او ترهګري ډلې داعش پر ضد جګړې لا زور اخیستی دی. د اګست میاشتې په نیمایي کې طالبانو پر غزني باندې چې له ستراتیژیک اړخه مهم ګڼل کیږي برید وکړ.

همداشان د چهارشنبې په ماښام په کابل کې غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۶ انسانان ووژل او تر ۹۱ زیات یې ټپیان کړل. د دغو چاودنو مسئوليت ترهګرې ډلې داعش پر غاړه واخیست.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: