آلمان په ۲۰۱۶ کال د انساني قاچاق په تور ۹۰۰ تنه نيولي دي
۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبهآلمانۍ اونيزې«وېلټ ام زونټاګ» د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د آمارو له مخې خبر ورکړی چې د آلمان پوليسو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر مياشتې تر پايه پورې، ۹۰۶ تنه د انسانانو د قاچاق په تور نيولي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې په دې تور ۳۳۷۰ تنه نيول شوي وو.
دغه رپوټ چې د يکشنبې په روځ خپور شوی، د انسانانو د قاچاق په تور د نيول شويو کسانو په شميره کې د کموالي د راتک دلیل، د مهاجرو پر مخ د بالکان هيوادونو د پولو تړل بولي. د «بالکان مسير» په ۲۰۱۵ کال کې آلمان او لويديځې اروپا ته د تلونکو مهاجرو د پاره، د اوښتو په يوه اصلي لاره بدله شوې وه.
د فرانټکس (اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحداتو څخه د ساتنې د همغږۍ آژانس) د رپوپ په حواله، په ۲۰۱۶ کال کې ۷۶۴ زره او ۳۸ تنه مهاجر په غيرقانوني توګه د بالکان له مسير څخه تير شوي ول، په داسې حال کې چې د غيرقانوني مهاجرو دغه رقم د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ او نوامبر مياشتو ترمنځ موده کې ۱۲۲ زره او ۵۵۷ تنو ته رسيده.
د مهاجرو په شميره کې کموالی
د هنګري، سلوانيا، کرواسيا، صربستان او مقدونيې هيوادونو د پولو تړل هم مرسته کړې چې آلمان کې د مهاجرو په شميره کې کموالی رامنځ ته شي. د دې سربيره، د تيرکال په اپريل مياشت کې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون هم عملي شو. د دغه تړون له مخې ترکيه ژمنه شوه چې ټول هغه مهاجر چې يونان ته رسيږي او هلته يې د پناه غوښتنې درخواستونه رد کيږي، بيرته به يې اخلي او په بدل کې به يې له اروپايي ټولنې څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. د ترکيې له لوري يو بل شرط دا وو چې اتباعو ته يې د اروپايي اتحادېې د سفر ازادې ويزې ورکړل شي.
اتريش، د قاچاق تر ټولو مشهوره لاره
د آلمان پوليسو لخوا د انسانانو د قاچاق په تور نيول شويو کسانو کې تر ټولو زيات يې سوري اتباع دي. د نيول شويو له ډلې څخه ۷۲ تنه سوريايي، ۷۰ تنه پولندي، ۵۷ تنه د آلمان او عراق او ۵۳ تنه نور يې له روسيې څخه دي.
د آلمان په سويل کې له اتریش سره ګډه پوله، د انساني قاچابرانو اصلي لاره ده. د انسانانو د قاچاق په تور نيول شويو کسانو له ډلې څخه ۴۸۱ تنه يې له همدې لارې څخه نيول شوي دي. ۱۵۵ تنه د پولند پر پوله او ۱۰۶ تنه نور بيا له چک سره پر ګډه پوله نيول شوي دي.
د «ولت ام زونتګ» اونيزې په رپوټ کې راغلي دي چې د بلجيم او آلمان تر منځ ګډه پوله هم د انساني قاچاقبرانو پر مسير اوښتې ده. پر دغې لاره په ټوليزه توګه ۴۵ تنه د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي دي. د آلمان او فرانسې تر منځ په ګډه پوله بيا د دغې شميرې دوه برابره کسان نيول شوي دي.
دغه راز د آلمان په هوايي ډګرونو کې هم ۳۲ تنه د انسان د قاچاق په تور نيول شوي دي. تر اوسه تائيد شوې نده چې له دغو نيول شويو کسانو له ډلې څخه په څه شمير کې یې د انسان په قاچاق محکوم شوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.03.2016):